ads

هرات: كرخ كې پر يو ۴ كلن ماشوم جنسي تېرى شوى

چارواكي وايي، د هرات په كرخ ولسوالۍ كې پر يو څلور كلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.په هرات كې د حوزوي روغتون مسوولين وايي، دا څلور كلن ماشوم محمل نومېږي او بېګا شپه د كرخ له ولسوالۍ څخه روغتون ته راوړل شوى دى. د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، د جنسي […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
هرات: كرخ كې پر يو ۴ كلن ماشوم جنسي تېرى شوى

چارواكي وايي، د هرات په كرخ ولسوالۍ كې پر يو څلور كلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.
په هرات كې د حوزوي روغتون مسوولين وايي، دا څلور كلن ماشوم محمل نومېږي او بېګا شپه د كرخ له ولسوالۍ څخه روغتون ته راوړل شوى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، د جنسي تېري ښكار ماشوم دا مهال تر عدلي څېړنو لاندې دى او روغتيايي وضعيت يې هم اوس نسبتا ښه شوى دى: (( اوس په دې برخه كې څېړنې اسانه شوي چې د پېښې عاملين وپېژندل شي او ونيول شي.)) چارواكي وايي، د هرات په كرخ ولسوالۍ كې پر يو څلور كلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.
په هرات كې د حوزوي روغتون مسوولين وايي، دا څلور كلن ماشوم محمل نومېږي او بېګا شپه د كرخ له ولسوالۍ څخه روغتون ته راوړل شوى دى.
د هرات د حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزى وايي، د جنسي تېري ښكار ماشوم دا مهال تر عدلي څېړنو لاندې دى او روغتيايي وضعيت يې هم اوس نسبتا ښه شوى دى: (( اوس په دې برخه كې څېړنې اسانه شوي چې د پېښې عاملين وپېژندل شي او ونيول شي.))
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې د هېواد په لويديځه حوزه كې د بشر د حقونو خپلواك كمسيون څو ځله د ورته پېښو په وړاندې اندېښنې ښودلي او ټينګار يې كړى چې پر ماشومانو د جنسي تېري عاملين بايد سخت مجازات شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA