د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار، د افغانستان د راډيو ټلويزيون پخوانی ویاند او مشهور طناز محمد زبیر خاکسار بېګا ماښام ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، خاکسار سرخرود ولسوالۍ ته تللی و چې هلته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د پيښې علت روښانه نه دی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې والي امنیتي ارګانونو ته د پيښې په تړاو د پلټنو امر کړی دی. د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار، د افغانستان د راډيو ټلويزيون پخوانی ویاند او مشهور طناز محمد زبیر خاکسار بېګا ماښام ووژل شو.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، خاکسار سرخرود ولسوالۍ ته تللی و چې هلته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، تر اوسه د پيښې علت روښانه نه دی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې والي امنیتي ارګانونو ته د پيښې په تړاو د پلټنو امر کړی دی.
محمد زبیر خاکسار د ننګرهار ولایت د لیکوالانو او شاعرانو تر منځ تل د خوښۍ او خوش طبعۍ یو سمبول ګڼل کېده او ټولو ځوانو لیکوالو او شاعرانو به یې ناز اخیسته.
د نوموړي د وژنې د خبر په اورېدلو سره د فیسبوک د مجازي نړۍ ګڼ شمېر ځوانانو خپل د پروفایل عکسونه د نوموړي په عکسونو باندې اړولي دي.
محمد زبیر خاکسار د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ کې زېږېدلی و چې په سیمه کې د ښوونځي د زده کړو له تعقیبولو وروسته د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغ شوی و.
وروسته یې د افغانستان راډيو او ټلويزیون کې بېلابېلې خپرونې په ځانګړې توګه طنزیه خپرونې وړاندې کولې.
تر اوسه کومې ډلې یا کس د نوموړي د وژل کیدو مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.


