ads

غني: مخالفو ډلو سره له كمزوري دريځه سوله نه كوو

جمهور رییس غني وايي، چې هیڅ وخت له کمزوري دریځ څخه له مخالفو ډلو سره د سولې خبرې نه کوي، بلکې د خلکو د ملاتړ په تکیه په قوت او عدالت له هغوی سره د خبرو هوډ لري.د جمهوري رياست ماڼۍ په یو بیان کې راغلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د موبي ګروپ […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
غني: مخالفو ډلو سره له كمزوري دريځه سوله نه كوو

جمهور رییس غني وايي، چې هیڅ وخت له کمزوري دریځ څخه له مخالفو ډلو سره د سولې خبرې نه کوي، بلکې د خلکو د ملاتړ په تکیه په قوت او عدالت له هغوی سره د خبرو هوډ لري.
د جمهوري رياست ماڼۍ په یو بیان کې راغلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د موبي ګروپ او طلوع تلویزیون د وژل شویو همکارانو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې کړې دي. جمهور رییس غني وايي، چې هیڅ وخت له کمزوري دریځ څخه له مخالفو ډلو سره د سولې خبرې نه کوي، بلکې د خلکو د ملاتړ په تکیه په قوت او عدالت له هغوی سره د خبرو هوډ لري.
د جمهوري رياست ماڼۍ په یو بیان کې راغلي، چې جمهور رئيس غني دا څرګندونې د موبي ګروپ او طلوع تلویزیون د وژل شویو همکارانو د کورنیو له غړو سره په لیدنه کې کړې دي.
دغه کتنه چې پرون په ارګ کې ترسره شوې جمهور رییس محمد اشرف غني د وژل شویو خبریالانو د کورنیو غړو ته ډاډ ورکړ، چې حکومت به د تېرې چهارشنبې د پېښې د عاملینو د نیولو، تعقیب او عدلي او قضایي بنسټونو ته د سپارلو لپاره له ټولو امکاناتو څخه ګټه واخلي.
محمد اشرف غني دغه راز وویل، ملي امنیت ته یې دنده سپارلې ده، چې د پيښې عاملین دې ژر تر ژره ونیسي او د قانون پنجو ته یې وسپاري.
هغه ټینګار وکړ، هغوی چې د بېګناه خلکو وینې تویوي باید د دې وینو قېمت ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA