ads

د هلمند والي: جګړې ته تدابير نيسو، خو طالبان دې له جګړې سولې ته راوګرځي

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، په دې ولايت كې يې د وسله والو د ځپلو لپاره په پراخه كچه تدابير نيولي او ډېر ژر به يو مثبت تغيير رامنځته شي، خو په عين حال كې يې پر وسله والو طالبانو هم غږ كړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
د هلمند والي: جګړې ته تدابير نيسو، خو طالبان دې له جګړې سولې ته راوګرځي

د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، په دې ولايت كې يې د وسله والو د ځپلو لپاره په پراخه كچه تدابير نيولي او ډېر ژر به يو مثبت تغيير رامنځته شي، خو په عين حال كې يې پر وسله والو طالبانو هم غږ كړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
رحيمي د دوشنبې په ورځ يوې خبرې غوندې ته وويل، په هلمند كې ټولو امنيتي ارګانونو ته د اكمالاتو رسولو او د تشكيلاتو په برخه كې ستونزې اوارې شوي چې له كبله به يې امنيتي ځواكونه وتوانېږي په ډېر لږ وخت كې د طالبانو جګړه ييز پلانونه شنډ كړي. د هلمند والي ميرزا خان رحيمي وايي، په دې ولايت كې يې د وسله والو د ځپلو لپاره په پراخه كچه تدابير نيولي او ډېر ژر به يو مثبت تغيير رامنځته شي، خو په عين حال كې يې پر وسله والو طالبانو هم غږ كړى چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.
رحيمي د دوشنبې په ورځ يوې خبرې غوندې ته وويل، په هلمند كې ټولو امنيتي ارګانونو ته د اكمالاتو رسولو او د تشكيلاتو په برخه كې ستونزې اوارې شوي چې له كبله به يې امنيتي ځواكونه وتوانېږي په ډېر لږ وخت كې د طالبانو جګړه ييز پلانونه شنډ كړي.
د ده په خبره د افغان پوځ پلانونه د ټول ولايت په كچه دي او له پلي كېدو سره به يې سمدواره مثبت اثرات وليدل شي: (( خو بيا هم وايم چې افغان دولت تر جګړې سولې ته ډېره توجه كړې، ځكه جنګ او مقاومت د ستونزو حل لاره نه ده، زه له دې ځايه پر طالبانو غږ كوم چې له ورور وژنې لاس واخلي او د سولې له بهير سره يو ځاى شي.))
په ورته وخت كې د هلمند د سولې د ولايتي كمېتې مشر حاجي فضل باري فياض وايي، د وسله والو طالبانو او افغان دولت تر منځ سولې ته يې ځكه هيله مندي زياته شوې چې دا وار د سولې نړيوال اړخونه امريكا او چين هم په دې اړه خبرو كې ونډه اخلي.
ده وويل، د هلمند د سولې ولايتي شورا له يو شمېر طالب استازو سره په اړيكه كې ده او ګڼو وسله والو ورته ويلي چې نور له جګړې ستړي دي، ځكه نو دوى هم د سولې د خبرو د يوې مثبتې پرېكړې په انتظار دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA