ads

د كابل- كندهار پر لاره د كرولا او ټونس موټر ټكر، ۱۵ ټپيان

د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د میدان وردګو ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پيښې له امله پنځلس تنه ټپیان شوي دي.دا پیښه پرون د مرکز میدان ښار اړوند «سره پله» ته څیرمه «کشمیریانو» سیمه کې د کرولا او ټونس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.د میدان وردګو د والي ویاند […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
د كابل- كندهار پر لاره د كرولا او ټونس موټر ټكر، ۱۵ ټپيان

د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د میدان وردګو ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پيښې له امله پنځلس تنه ټپیان شوي دي.
دا پیښه پرون د مرکز میدان ښار اړوند «سره پله» ته څیرمه «کشمیریانو» سیمه کې د کرولا او ټونس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د میدان وردګو د والي ویاند توریالي همت کلید ته وویل، په دې پیښه کې پنځلس تنه ټپیان شوي، چې نهه تنه یې سطحي ټپیان وو او د دوو میرمنو په ګډون شپږ تنه روغتون ته لیږدول شوي. د کابل ـ کندهار پر عمومي سړک د میدان وردګو ولایت اړوند سیمه کې د ټرافیکي پيښې له امله پنځلس تنه ټپیان شوي دي.
دا پیښه پرون د مرکز میدان ښار اړوند «سره پله» ته څیرمه «کشمیریانو» سیمه کې د کرولا او ټونس موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د میدان وردګو د والي ویاند توریالي همت کلید ته وویل، په دې پیښه کې پنځلس تنه ټپیان شوي، چې نهه تنه یې سطحي ټپیان وو او د دوو میرمنو په ګډون شپږ تنه روغتون ته لیږدول شوي.
هغه د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تیز سرعت په ګوته کړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA