ads

د قياق مواصلاتي لارې عمليات، په ۵ ورځو كې ۲۹ وسله وال مړه، ۶ پوستې ځاى پر ځاى

د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د شپږ ولسواليو نښلوونكې د قياق د مهمې مواصلاتې لارې د خلاصون په عملياتو كې ۲۹ وسله وال وژلي او د افغان ځواكونو ۷ پوستې يې د لارې په  اوږدو كې ځاى پر ځاى كړې دي.د غزني والي محمد امان حميم كليد ته په دې اړه وويل، دا […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
د قياق مواصلاتي لارې عمليات، په ۵ ورځو كې ۲۹ وسله وال مړه، ۶ پوستې ځاى پر ځاى

د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د شپږ ولسواليو نښلوونكې د قياق د مهمې مواصلاتې لارې د خلاصون په عملياتو كې ۲۹ وسله وال وژلي او د افغان ځواكونو ۷ پوستې يې د لارې په  اوږدو كې ځاى پر ځاى كړې دي.
د غزني والي محمد امان حميم كليد ته په دې اړه وويل، دا عمليات لا هم روان دي او يوازې په پنځو لومړنيو ورځو كې يې د دوه قومندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال مخالفين  وژلي دي. د غزني چارواكي وايي، د دې ولايت د شپږ ولسواليو نښلوونكې د قياق د مهمې مواصلاتې لارې د خلاصون په عملياتو كې ۲۹ وسله وال وژلي او د افغان ځواكونو ۷ پوستې يې د لارې په  اوږدو كې ځاى پر ځاى كړې دي.
د غزني والي محمد امان حميم كليد ته په دې اړه وويل، دا عمليات لا هم روان دي او يوازې په پنځو لومړنيو ورځو كې يې د دوه قومندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال مخالفين  وژلي دي.
حميم زياته كړه، په نښتو كې د مخالفينو ګڼ جنګيالي ټپيان شوي او له افغان ځواكونو هم څلور تنه سرسري ټپي شوي دي، خو ملكي خلكو ته هېڅ تاوان نه دى ور اوښتى: (( تر اوسه د قياق ۱۱ كېلو متره لار يې له فرش شويو ماينونو پاكه شوې، غواړو په دې لاره ۱۲ د محلي پوليسو پوستې واچوو او سيمه له له وسله والو څخه د تل لپاره پاكه كړو.))
په غزني كې د درېيمې لوا د اوپراسيون آمر جنرال اكرم وايي، په سيمه كې د افغان ځواكونو همغږي دېره ښه ده او افغان ځواكونه هم په پوره مورال جنګېږي، همدا لامل دى چې يوازې په پنځو ورځو كې يې د دې عملياتو له لارې پراخ امنيتي ګواښونه كم كړي او وسله وال يې پر شا تمبولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې عملياتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د غزني چارواكو ويلي، شاوخوا دوه مياشتې وړاندې طالبانو د اجرستان، مالستان، جغتو، جاغورۍ، ناهور او رشيدانو ولسواليو نښلوونكې قياق لار په ماينونو پوښلې وه، ځكه يې نو د سلواغې د مياشتې په څلورمه ګډ عمليات پرې پيل كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA