ads

د قطر په دوحه كې د پګواش غونډه، هیلې او اندېښنې

افغانان د سولې په رابطه هره غونډه چې جوړېږي، ترې د امن او خیر تمه کوي او هر خبر چې په دې اړوند خپریږي په نیک فال یې نیسي. د سولې د هڅو په رابطه تر ټولو تازه خبر چې تېره اوونۍ یې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند، هغه د پګواش […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
د قطر په دوحه كې د پګواش غونډه، هیلې او اندېښنې

افغانان د سولې په رابطه هره غونډه چې جوړېږي، ترې د امن او خیر تمه کوي او هر خبر چې په دې اړوند خپریږي په نیک فال یې نیسي.
د سولې د هڅو په رابطه تر ټولو تازه خبر چې تېره اوونۍ یې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند، هغه د پګواش په نوښت د سولې غونډه وه. دا غونډه د دوو ورځو له پاره د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شوې وه. طالبانو په دغه غونډه کې ځینې ژمنې او شرط اېښودنې وکړې. ځینو رسنیو د غونډې د یو شمېر برخه والو له قوله ویلي چې طالبانو په ملي پروژو د برید د نه کولو خبره کړې ده. د طالبانو له قوله ویل شوي چې د ټاپي، مس عینک، کمالخان بند او دهلې بندونو په شان له ملي پرمختیايي پروژو سره به کار نه لري. افغانان د سولې په رابطه هره غونډه چې جوړېږي، ترې د امن او خیر تمه کوي او هر خبر چې په دې اړوند خپریږي په نیک فال یې نیسي.
د سولې د هڅو په رابطه تر ټولو تازه خبر چې تېره اوونۍ یې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې پراخ انعکاس وموند، هغه د پګواش په نوښت د سولې غونډه وه. دا غونډه د دوو ورځو له پاره د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شوې وه. طالبانو په دغه غونډه کې ځینې ژمنې او شرط اېښودنې وکړې. ځینو رسنیو د غونډې د یو شمېر برخه والو له قوله ویلي چې طالبانو په ملي پروژو د برید د نه کولو خبره کړې ده. د طالبانو له قوله ویل شوي چې د ټاپي، مس عینک، کمالخان بند او دهلې بندونو په شان له ملي پرمختیايي پروژو سره به کار نه لري.
دا لومړی ځل دی چې طالبان په یوه نړیواله غونډه کې د افغانستان د عام المنفعه پروژو پر ضد نه یوازې د اقدام نه کولو ژمنه کوي، بلکې د هغو په ملاتړهم راپورته کېږي. په تېرو کلونو کې داسې راپورونه وو چې طالبانو د سلما، کجکي، کمالخان او بخش اباد بندونو د پروژو د درولو هڅې کړې دي.
په هغه اعلامیه کې چې طالبانو د قطر غونډې په رابطه خپره کړې، د طالبانو د دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي، د بیان ازادۍ او د ښځو د حقونو په برخه کې هم ژمنې ورکړې دي. د ستانکزي له قوله ویل شوي چې طالبان د (( اسلامي اصولو، ملي ګټو او ارزښتونو په رڼا کې)) مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي.
د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې د طالبانو له لوري په ځانمرګو او د سړک غاړې په بم اېښودونو کې او د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري د هوايي حملو او بریدونو په نتیجه کې تر ډېره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د جدي په مه۳۰ ماښام مهال په یوه انتحاري حمله کې د طلوع ټلویزیون ۷ تنه کارکوونکي ووژل شول او تر ۲۰ ډېر ټپیان شول. طالبانو د دغه برید مسوولیت ومانه.
خو اوس چې طالبانو د دوحې په غونډه کې د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو د رعایت او د ملکي تلفاتو د مرګ ژوبلې د مخنیوي ژمنې کړې، په خلکو کې سولې ته د رسېدو په برخه کې نوې هیلې راټوکېدلې او تمه ښيي چې طالبان په خپلو ژمنو ودریږي.
طالبانو د دوحې په غونډه کې پر ژمنو سربېره د سولې د خبرو د پیل له پاره خپل ځینې شرطونه هم مشخص کړي دي چې ځینې یې سخت او ځینې یې اسانه دي. طالبان وايي چې په قطر کې د دوی سیاسي دفتر باید رسما پرانستل شي، د مشرانو نومونه یې باید د ملګرو ملتونو او د امریکا له تور لیست څخه وایستل شي او د ټولو پر سر اعلان شوې جایزې هم باید لغوه شوي. دغه راز بندیان یې باید له بنده خلاص شي او د شتمنیو کنګل یې باید ویلې شي.
حکومت د طالبانو د شرطونو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي، له هغو ډلو سره د سولې خبرې کوي چې له تاوتریخوالي او جګړو لاس اخلي. د جمهوري ریاست د مرستیال ویاند ظفر هاشمي وايي:(( له هغو ډلو سره خبرې چې د سولې له پاره شرطونه ږدي افغانان یې نه مني.))
که چېرې له دغو سنګر نیونو څخه را تېر شو ایا واقعا دا د افغان حکومت په وس کې ده چې د طالبانو شرطونه پوره کړي؟ ایا د سولې د خبرو د پیل له پاره شرط اېښودنې د سولې پروسه نوره نه پېچلې کوي؟ ایا شرط اېښودنې د سولې د نه کولو په معنا نه دي؟
افغان لیکوال محمد اسماعیل عندلیب  د ((سولې غونډې، ناسم ادرسونه، او ناسمې غوښتنې)) تر سرلیک لاندې په خپله مقاله کې لیکي:((په افغانستان کې د امن استقرار هغه غوښتنه ده چې اوس يې په خوله ټولې خواوې کوي، خو يو لوري هم د عمل وړ اقدام نه دی کړی او نه په هغه لار تللي چې هدف يعنی سولې او امنيت ته ورسيږي.))
عندلیب د خپلې مقالې په یوه برخه کې لیکلي: (( طالبانو بار بار دا غوښتنه تکرار کړه، او بيا يې تکراروي، د حيرانتيا خبره ده، همدا اوس د طالبانو هغه غړي چې په تور لیست کې يې نومونه شته، له هېواده بهر سفرونه کوي، پاسپورټونه لري، په غونډو کې ګډون کوي، که په خپل نوم دي که په بل، پوښتنه دا ده چې طالبان د دې غوښتنې تر شا کوم داسې غټ هدف لري چې اوس يې نه شي تر لاسه کولای.))
بل لورته د سولې عالي شورا هم د مخامخ خبرو تر پیل مخکې شرط اېښودنه د سولې په تاوان بولي. د سولې د عالي شورا سرپرست مشر مولوي عبدالحکیم مجاهد وايي: ((یو لړ شرطونه یې دومره مشکل شرطونه نه دي، خو له مخکې شرطونه که د طالبانو د اسلامي تحریک له خوا اېښودل کیږي او که د افغانستان د دولت له خوا مطرح کیږي، زما په عقیده دا به د مستقیمو خبرو اترو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.))
مجاهد وايي، د قطر د دفتر رسمیت او د بندیانو خوشې کول د غور وړ غوښتنې دي، خو د اسلامي نظام ټینګښت چې طالبان ټینګار پرې کوي د هېواد اساسي قانون یې ضمانت کړی: ((مهمه مسئله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو موجودیت دی. بهرني ځواکونه او د امریکا د متحدو ایالاتو کومې اډې چې دلته موجودې دي ټول هغه مسایل دي چې باید د افغانستان د ملي ګټو په چوکاټ کې بحث پرې وشي او زه باور لرم چې که صداقت او اخلاص وي دا ډول مسایل د حل وړ دي.))
طالبانو له ۲۰۰۴ میلادي کال راوروسته چې بیرته سرونه راهسک کړي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د جګړې عمده او اساسي علت بللی او د دغو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي، بل خوا افغان حکومت د هېواد اساسي قانون د سرې کرښې په توګه یادوي او وايي، د تېرو شاوخوا ۱۴ کلونو لاسته راوړنې چې د بیان ازادۍ، د ښځو د حقونو او په نورو مدني برخو کې رامنځته شوې دي، باید حفظ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA