ads

د افغانستان لرغونې سيمې، ستونزې او پرمختګونه

د افغانستان لرغونې سيمې ځانګړی تاریخي ارزښت لري چې ډېری کورني او بهرني سیلانیان يې د ليدلو تږي دي، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې څوک د ليدو جرئت نه شي كولاى. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني سلاکارجلال نوراني یو پلا ویلي وو چې په ټول هېواد کې ۱۲۰۰ لرغونې ابدې او تاریخي […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
د افغانستان لرغونې سيمې، ستونزې او پرمختګونه

د افغانستان لرغونې سيمې ځانګړی تاریخي ارزښت لري چې ډېری کورني او بهرني سیلانیان يې د ليدلو تږي دي، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې څوک د ليدو جرئت نه شي كولاى. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني سلاکارجلال نوراني یو پلا ویلي وو چې په ټول هېواد کې ۱۲۰۰ لرغونې ابدې او تاریخي ځایونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي. نوراني ویلي وو چې د دغو سیمو او ابدې د خوندي کولو له پاره د بودجې شتون تر ټولو جدي او لویه ستونزه ده. خو د اطلاعاتو او فرهنګ مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون حکيمي بيا وايي چې دوی سږکال د لرغونو اثارو، ابدو او تاریخي سیمو د رغونې په برخه کې ډېر کار کړی دی. د حکیمي په وینا دم ګړۍ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ۱۲۳۵ لرغونې سيمې ثبت دي: ((اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوره هڅه کړې چې ټولې لرغونې سيمې ورغوي، افغانستان نورې تاريخي سيمې هم لري چې تر اوسه ثبت شوې نه دي يا خو د پام وړ نه دي او يا هم رسيدګي ورته نه ده شوې، د دې تر څنګ افغانستان شاوخوا سل زره لرغوني اثار لري چې په موزيمونو کې ساتل شوي دي.))

د افغانستان لرغونې سيمې ځانګړی تاریخي ارزښت لري چې ډېری کورني او بهرني سیلانیان يې د ليدلو تږي دي، خو د امنيتي ستونزو له كبله يې څوک د ليدو جرئت نه شي كولاى. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني سلاکارجلال نوراني یو پلا ویلي وو چې په ټول هېواد کې ۱۲۰۰ لرغونې ابدې او تاریخي ځایونه د له منځه تلو له خطر سره مخامخ دي. نوراني ویلي وو چې د دغو سیمو او ابدې د خوندي کولو له پاره د بودجې شتون تر ټولو جدي او لویه ستونزه ده. خو د اطلاعاتو او فرهنګ مطبوعاتي سلاکار او وياند هارون حکيمي بيا وايي چې دوی سږکال د لرغونو اثارو، ابدو او تاریخي سیمو د رغونې په برخه کې ډېر کار کړی دی. د حکیمي په وینا دم ګړۍ له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره ۱۲۳۵ لرغونې سيمې ثبت دي: ((اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پوره هڅه کړې چې ټولې لرغونې سيمې ورغوي، افغانستان نورې تاريخي سيمې هم لري چې تر اوسه ثبت شوې نه دي يا خو د پام وړ نه دي او يا هم رسيدګي ورته نه ده شوې، د دې تر څنګ افغانستان شاوخوا سل زره لرغوني اثار لري چې په موزيمونو کې ساتل شوي دي.))

رغېدلې سیمې
دا چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر دې دمه د لرغونو سیمو د خوندي کولو له پاره څه کړي، حکيمي وايي چې د ځمکې پر مخ لرغونې سيمې په طبيعي توګه د زوال په لور ځي، خو بیا هم دوی په دې تکل کې دي چې د افغانستان تاریخي سیمې خوندي کړي: ((وزارت د ټولو تاريخي ابدو، اثارو او سیمو د رغولو په هڅه کې دی، همدا اوس هم په ډېرو سيمو کې د بیارغونې کارونه بشپړ شوي دي، څو ورځې وړاندې په کندهار کې د خرقې شريفې او د احمدشاه بابا د زیارت د رغونې چارې بشپړې شوې. په لغمان کې د مهترلام بابا د زیارت چې تاريخي ابده ده د رغولو کار بشپړ شوی دی.)) حکيمي همداراز زیاتوي چې د مس عينک له پروژې څخه له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې بيا تر اوسه ۱۰۳۷ قلمه اثار ترلاسه شوي دي: (( يوازې سږ کال مو له دې پروژې څخه ۲۰۰ قلمه اثار ترلاسه کړي او موزيم ته سپارل شوي دي.))

ځانګړې بودجه
تر ډېره د وزارت د بودجي خبره کېږي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخواني سلاکار جلال نوراني د لرغونو سيمو زوال د بودجې د کمښت له کبله بللی و. خو ليکوال او تاريخ پوه استاد حبیب الله رفیع بیا له دې درکه پر وزارت انتقاد کوي چې د لرغونو سیمو او اثارو د خوندي کولو په برخه کې خپله بودجه نشي لګولی. استاد رفیع وايي: ((هر کال د وزارت بودجه نیمايي هم نه مصرفېږي او بېرته دولت ته لېږدول کېږي؛ نو د لرغونو سيمو نه ساتنه د بودجې کمښت نه، بلکې د دوی نه پاملرنه ده، که دوی سمه پاملرنه وکړي او بودجه سمه، پر وخت او پر ځای ولګوي دا ستونزه په اسانه له منځه وړی شي.))
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د پراختيايي بودجې مسوول او د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال زردشت شمس وايي چې وزارت يې هر کال د لرغونو سيمو د رغونې له پاره يوه اندازه ځانګړې بودجه ماليې وزارت ته وړانديز کوي او د ماليې وزارت هم د دوی لګښت او فعاليت ته په پام بودجه ورکوي. شمس وايي په تېرو کلونو کې داسې وخت هم راغلی چې وزارت په ټول کال کې۱۰ په سلو کې بودجه لګولې وي: ((تېر کال ۲۵ په سلو کې پراختيايي بودجه لګول شوې وه، سږ کال ماليې وزارت وويل چې تاسې تېر کال ۲۵ په سلو کې بودجه لګولې؛ نو سږ کال هم د ډېرې بودجې اخستو فکر مه کوﺉ. خو سږ کال( ۱۳۹۴) کې مو ډېرې هلې ځلې وکړې، زموږ يو شمېر پروژې په ناامنه ولايتونو کې وې، ونه توانېدو چې هغه پروژې بشپړې کړای شو، خو بيا مو هم په ډېرو ولايتونو کې يو شمېر پروژې بشپړې کړې او د يو شمېر لرغونو سيمو د رغونې کار روان دی، زموږ هڅې وې چې په دې کال کې مو ۵۱ په سلو کې بودجه ولګوله.))

امنیت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزرات سلاکار هارون حکيمي له امنيتي وضعې سر ټکوي او وايي چې له همدې کبله د يونسکو ډله وخت په وخت د جام منار له رغونې څارنه نه شي کولای او کار یې ورو روان دی. حکيمي زياتوي چې دوی په هرات کې د منارونو او د زاړه ښار د دیوالونو رغول په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي: (( په بدخشان کې د غلغلې په ښار کار روان دی، په باميانو کې د يوه موزيم جوړېدو چارې روانې دي، د سمنګانو په رستم تخت دا مهال کار دوام لري. خپله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزير عبدالباري جهاني صاحب هم څو ځله ولايتونو ته د لرغونو سيمو د ليدو له پاره تللی دی. موږ پرله پسې د لرغون پوهنې د رياست او لرغون پوهنې د انسټیټيوټ له خوا سروې کوو، اثار ګوري، سپړي او څارنه يې کوي. دواړه ياد رياستونه د ملي موزيم له ادارې سره په ګډه کار کوي او د لرغونو سيمو او اثارو د رغونې او ساتنې له پاره له وزارت سره يونسکو، د اغا خان کمپنۍ او د افغانستان له پاره د فرانسویانو کلتوري استازولي ((ډاپا)) له لوري مرسته کېږي.))
په کابل کې د یونسکو ادارې استازي شاروک ادګار هم ویلي چې د تاریخي او فرهنګي اثارو ساتنه د نړیوالې ټولنې تخنیکي مرستو، ښو همغږیو او سیمه يیزو کاري قوو او تر ټولو مهمه دا چې ښه امنيت ته اړتیا لري. ښاغلي ادګار په راتلونکې کې د افغانستان له فرهنګي برخې سره د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: (( د یونیسکو په استازیتوب به موږ د اوسنیو ستونزو په اوارولو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه او مالي مرستو ته دوام ورکړو او همداراز موږ چمتو یو، څو د مشوره يي مرستو او پالیسي جوړولو په برخه کې د اړتیا په وخت خپله همکاري جاري وساتو، خو دا مهمه ده چې دولت په هغو سيمو کې چې په لرغونو سيمو کار کېږي امنيت تامین کړي.)) یونسکو د ملګرو ملتونو هغه فرهنګي اداره ده چې له تېرو شپېتو کلونو راهیسې له افغانستان سره په دې برخه کې مرستې کوي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال شمس وايي چې په غزني کې يې د ناامنيو له لاسه د غزني د اسلامي فرهنګ د پايتخت د نومول کېدو د برخې د زيارتونو، مسجدونو او مقبرو څو لويې پروژې نيم کاره پاتې شوې دي، شمس زیاتوي: (( دا دوه کلنې او درې کلنې پروژې وې، خو دا دی پنځه کاله يې پوره شول چې لا بشپړې شوې نه دي.))

کاري وړتیا
اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسلکي او په کار پوه افرادو د نه لرلو له کبله هم شکایت کوي. دا اداره وايي، یو متخصص انجنیر چې د لرغونو سیمو د رغونې تجره هم ولري، په دولتي او کم معاش نشي مقررولی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستيال شمس وايي: (( د وزارت کاري وړتيا کمزورې ده، موږ په خصوصي سکټور کې هم لوړه وړتيا نه لرو او د تدارکاتو د قانون له مخې اړ يو چې دا پروژې په خصوصي سکټور يعنې شخصي شرکتونو جوړې کړو. پخوا په دې برخه کې يوه مقرره وه چې تاريخي سيمې به خپله د لرغونو سيمو د انجنيرانو له خوا رغول کېدې. هغه ډېر ښه والی لاره ځکه هغه کسان چې د لرغونو سيمو د جوړولو په ټولو اصولو پوهېدل، اوس وزارت په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دی. که غواړو په دې برخه کې ښه ظرفيتونه پيدا کړو؛ نو هغوی ته ډېر معاش نه شو ورکولای، موږ د تاريخي ابداتو د ماهرینو په برخه کې لږ کاري کسان لرو، موږ په دې برخه کې هم د کيفيت له پلوه او هم د کميت له پلوه له ستونزو سره مخ يو.))   شمس زیاتوي چې وزارت يو شمېر تاريخي سيمې رغوي، خو يو شمېر سیمې بیا داسې دي چې رغول یې د وزارت له وس او توان وتلی کار دی او هغه بيا د رغولو له پاره ډونرانو ته ورکوي. شمس وايي، د تاريخي ابداتو او لرغونپوهنې رياستونه دنده لري چې وخت په وخت لرغونې سيمې سروې او وزارت ته معلومات ورکړي.

راتلونکي کارونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند هارون حکیمي وايي چې د افغانستان د لرغونو اثارو، ابدو او تاریخي سیمو په اړه د نړیوالو د توجه د راجلبولو له پاره له یونسکو او نورو کلتوري ټولنو سره په دې هڅه کې دي چې د روان میلادي کال په می میاشت کې د ايټاليا په پايتخت روم کې یو نړیوال کنفرانس راوبولي. حکیمي وايي چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان د لرغونو سیمو د رغولو په خاطر مرسته راجلب او د هغو هېوادونو د استازو له تجربو به ګټه پورته شي خپلې تاریخي سیمې یې د کیندنو پرمهال خوندي کړي دي: (( په کنفرانس کې د ګډونکوونکو هېوادونو د استازو له تجربو به ګټه واخلو چې دوی خپل کانونه کیندلي او لرغونې سیمې یې ساتلې دي.))
پر دې سربېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په پام کې لري چې ځینې نوې سیمې راوسپړي. هارون حکیمي وايي چې روان لمریز کال کې شل دغسې سیمې چې ګمان کېږي لرغونې دې سروې کړې دي، حکیمي زیاتوي: (( پر دې سربیره ډېرې پروژې د ۱۳۹۵ مالي کال له پاره په پام کې نیول شوې دي.  د ميرويس نيکه په لرغونې کلا او له مقدوني سکندر راپاتې د زاړه ښار يا نارنج ماڼۍ د ژغورنې له پاره کار پيل شوی، په ننګرهار کې د سراج العماره د بڼ او ودانۍ چارې به بشپړې شي، په هرات کې لسګونه پروژې مخ په بشپړېدو دي، همداراز د جام منار په اړه له يونسکو سره يو ځای د ارزونې کار روان دی او اوس د جوړېدو په حال کې دی.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA