ads

خبريالان: د زبير خاكسار وژنه د ختيځ ټولو خبريالانو ته د خطر زنګ دى

د ننګرهار خبریالان د زبیر خاکسار  وژنه، د ټول ختیځ د خبریالانو لپاره د خطر زنګ ګڼي او له چارواکو د هغه د وژنې د عاملینو د نیونې غوښتنه کوي.د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون پخوانی همکار زیر خاکسار تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی […]

نویسنده: TKG
10 سلواغه 1394
خبريالان: د زبير خاكسار وژنه د ختيځ ټولو خبريالانو ته د خطر زنګ دى

د ننګرهار خبریالان د زبیر خاکسار  وژنه، د ټول ختیځ د خبریالانو لپاره د خطر زنګ ګڼي او له چارواکو د هغه د وژنې د عاملینو د نیونې غوښتنه کوي.
د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون پخوانی همکار زیر خاکسار تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دوی وایي، که چېرته په ننګرهار کې دغه ډول مرموزې وژنې روانې وي او حکومت د دغه ډول کړنو د مخنيوي هڅې ونه کړي نو نه یوازې، دا چې په ننګرهار کې به د ژورنالیستانو ژوند له تهدید سره مخ شي، بلکې په ټول هېواد کې به له خبریالانو سره اندیښنې راوټوکوي. د ننګرهار خبریالان د زبیر خاکسار  وژنه، د ټول ختیځ د خبریالانو لپاره د خطر زنګ ګڼي او له چارواکو د هغه د وژنې د عاملینو د نیونې غوښتنه کوي.
د ننګرهار د والي فرهنګي سلاکار او د ملي راډیو تلویزیون پخوانی همکار زیر خاکسار تېره شپه په سرخرود ولسوالۍ کې په مرموز ډول وژل شوی دی.
دوی وایي، که چېرته په ننګرهار کې دغه ډول مرموزې وژنې روانې وي او حکومت د دغه ډول کړنو د مخنيوي هڅې ونه کړي نو نه یوازې، دا چې په ننګرهار کې به د ژورنالیستانو ژوند له تهدید سره مخ شي، بلکې په ټول هېواد کې به له خبریالانو سره اندیښنې راوټوکوي.
په ختیځ کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې مشر شیرشاه همدرد وایي، زبیر خاکسار د ژورنالیزم، ادب او فرهنګ ډګر ته نه ستړې کېدونکي خدمتونه کړي او تشه به یې هیڅکله هم ډکه نه شي.
نوموړی وایي، امنیتي ارګانونه دې د زبیر خاکسار د وژنې عاملین ونیسي او د قانون منګولو ته دې وسپاري.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي کلید ته وویل، ارواښاد خاکسار سرخرود ولسوالۍ ته تللی و چې هلته د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.‌
نوموړي زیاته کړه، چې تر اوسه د پيښې علت روښانه نه دی؛ خو ټینګار یې وکړ، چې والي امنیتي ارګانونو ته د پيښې په تړاو د پلټنو امر کړی دی.
داپه داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په ننګرهار کې د یوې سمیه يیزې راډیو خبریال هم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوی او دغه راز د کلید په ګډون یو شمیر رسنۍ د وسله والو تر بریدونو لا ندې راغلې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA