ads

ننګرهار كې ۱۵۶ اړمنو كورنيو ته مرستې ورسول شوې

د ننګرهار د کډوالو ریاست له لوري له (۱۵۶) داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د ژمنيو توكو مرسته وشوهچاروکي وایې، دغه مرستې یې پرون وویشلې.د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې  خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له اچین او کوټ ولسوالیو څخه (۱۱۰) بې ځایه شوو، کورنیو سره […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1394
ننګرهار كې ۱۵۶ اړمنو كورنيو ته مرستې ورسول شوې

د ننګرهار د کډوالو ریاست له لوري له (۱۵۶) داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د ژمنيو توكو مرسته وشوه
چاروکي وایې، دغه مرستې یې پرون وویشلې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې  خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له اچین او کوټ ولسوالیو څخه (۱۱۰) بې ځایه شوو، کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم وشوه چې  په کې، د خوراکي توکي،  د پخلنځي وسایل او نور ګڼ توكي شامل وو. د ننګرهار د کډوالو ریاست له لوري له (۱۵۶) داخلي بې ځایه شويو کورنیو سره د ژمنيو توكو مرسته وشوه
چاروکي وایې، دغه مرستې یې پرون وویشلې.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره کلید ته په را استول شوې  خبر پاڼه کې ویل شوي، چې له اچین او کوټ ولسوالیو څخه (۱۱۰) بې ځایه شوو، کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم وشوه چې  په کې، د خوراکي توکي،  د پخلنځي وسایل او نور ګڼ توكي شامل وو.
سرچینه دغه راز وایي، چې له پاتې (۴۶) کورنیو سره د کمپلو سربېره اته- اته زره افغانۍ نغدي مرسته هم ترسره شوه .
سرچينه زياتوي د ننګرهار كډوالو رياست هڅې پیل کړي  چې په ننګرهار کې له ټولو بې ځایه شويو، کورنیو سره لومړنۍ مرستې ترسر کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA