ads

كندهار كې د ملي امنيت پر ګزمه ناكام بريد، يو بريدګر مړ، بل ټپي

چارواکي وايي، امنيتي ځواكونو نن جمعه څه باندې يوولس بجې د کندهار ښار د دريمي امنيتي حوزې اړوند د قاضي غلام دانې په سيمه کې دوه تنه غلچکي بريدکوونکي ويشتلي دي.د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا دراني کلید ته وویل، دغه دوو بريد کوونکو د ملي امنيت پر ځواکونو د خلکو په يوه ګڼه […]

نویسنده: TKG
9 سلواغه 1394
كندهار كې د ملي امنيت پر ګزمه ناكام بريد، يو بريدګر مړ، بل ټپي

چارواکي وايي، امنيتي ځواكونو نن جمعه څه باندې يوولس بجې د کندهار ښار د دريمي امنيتي حوزې اړوند د قاضي غلام دانې په سيمه کې دوه تنه غلچکي بريدکوونکي ويشتلي دي.
د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا دراني کلید ته وویل، دغه دوو بريد کوونکو د ملي امنيت پر ځواکونو د خلکو په يوه ګڼه ګوڼه کې حمله وكړه چې بېرته د ملي امنيت ځواكونو په ډزو لګېدلي دي. چارواکي وايي، امنيتي ځواكونو نن جمعه څه باندې يوولس بجې د کندهار ښار د دريمي امنيتي حوزې اړوند د قاضي غلام دانې په سيمه کې دوه تنه غلچکي بريدکوونکي ويشتلي دي.
د کندهار د امنيي قومندانۍ وياند ضيا دراني کلید ته وویل، دغه دوو بريد کوونکو د ملي امنيت پر ځواکونو د خلکو په يوه ګڼه ګوڼه کې حمله وكړه چې بېرته د ملي امنيت ځواكونو په ډزو لګېدلي دي.
درانى وايي، په پېښه كې يو بريدګر وژل شوى او بل په ټپي حالت كې نيول شوى دى: (( تفنګچې ورسره وې، د ملي امنيت پر ګزمه يې بريد كړى دى، په مقابلو ډزو كې يو بريد ګر وژل شوى، بل ټپي حالت كې نيول شوى دى، په پېښه كې د ملي امنيت يو سرتېرى هم ټپي شوى دى.))
تر اوسه کومي ډلې د دې پېښې په اړوند رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو له دغو دوو کسانو څخه دوه ميله تومانچې او يو عراده موټر سايکل هم د امنيتي سرتېرو لاسته ورغلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA