د كندوز د پوليسو د ښوونې او روزنې له مركز څخه نن دوه سوه اووه نوي تنه پوليس په مسلكي زده كړو سمبال او فارغ شول.
د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې ساحوی مرکز قمندان سمونمل زبردست ساپی وایي، دا فارغ شوي ۲۹۷ تنه پولیس چی د کندز ، تخار ، بغلان او بدخشان ولایتو څخه وه نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل د كندوز د پوليسو د ښوونې او روزنې له مركز څخه نن دوه سوه اووه نوي تنه پوليس په مسلكي زده كړو سمبال او فارغ شول.
د کندز ولایت د پولیسو د ښوونې او روزنې ساحوی مرکز قمندان سمونمل زبردست ساپی وایي، دا فارغ شوي ۲۹۷ تنه پولیس چی د کندز ، تخار ، بغلان او بدخشان ولایتو څخه وه نن یې د فراغت سندونه ترلاسه کړل
سمونمل زبردست ساپي زیاته کړه فارغ شویو پولیسو ټولي هغه زده کړې چې پولیس ورته اړتیا لري ، ترلاسه كړي او کولای شي چې د امنیت په ټینګښت کې رغنده رول ولوبوي
د کندز د پولسو د ښوونیز مرکز قمندان وویل د شمال ختیځ زون د پولیسو لپاره به د ښوونې او روزنې لړي همداسی روانه وساتي تر هغه چې ټول پولیس په لازمو زده كړو سمبال شي.
فارغ شوي پولیس چې د شمال خیتځ زون د بیلابیلو ولایتونو څخه دي وایې چې په هر ډول شرایطو کې به د هېواد خدمت کوي او هغه څوک چې د دوى په وړاندې درېږي هغوى ته به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي
د یادونې ده چې د کندوز له سقوط وروسته د دې ولايت د پوليسو له ښوونیز مرکز څخه څه باندی ۸۰۰ پولیس چی د شمال ختیځ زون له بیلابیلو ولایتونو څخه وو، فارغ شوي دي


