ads

هلمند كې عمليات: ۱۰ مخالفين مړه، ۷ ټپيان

د هلمند امنيتي چارواكي، د دې ولايت د مركز لښكرګاه اړوند د ملي اردو په عملياتو كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، له دې عملياتو وروسته د وسله والو ۳ جسدونه لا هم د جګړې په ډګر […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1394
هلمند كې عمليات: ۱۰ مخالفين مړه، ۷ ټپيان

د هلمند امنيتي چارواكي، د دې ولايت د مركز لښكرګاه اړوند د ملي اردو په عملياتو كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، له دې عملياتو وروسته د وسله والو ۳ جسدونه لا هم د جګړې په ډګر كې پراته دي او مخالفين پر شا شوي دي.
سرچينه همدا راز وايي، د نيمروز په دلارام كې هم افغان ځواكونو  د سړك د چك او كنټرول پر مهال ۴ كړۍ ماينونه كشف او خنثى كړي دي، خو په دې عملياتو

د هلمند امنيتي چارواكي، د دې ولايت د مركز لښكرګاه اړوند د ملي اردو په عملياتو كې ۱۰ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردو څخه كليد ته راستول شوې خبرپاڼه وايي، له دې عملياتو وروسته د وسله والو ۳ جسدونه لا هم د جګړې په ډګر كې پراته دي او مخالفين پر شا شوي دي.
سرچينه همدا راز وايي، د نيمروز په دلارام كې هم افغان ځواكونو  د سړك د چك او كنټرول پر مهال ۴ كړۍ ماينونه كشف او خنثى كړي دي، خو په دې عملياتو كې د سړك د غاړې ماين چاودنې يو د ملي اردو سرتېرى هم ټپي كړى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA