په هلمند کې لسګونه هغه ښوونځي چې د نا امنیو له امله تړل شوي اوس بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شوي دي.
په دې ولايت کې د پوهنې مسؤلين وايي، هلمند كې د تازه تړل شويو ۵۰ ښوونځيو ډيره برخه د نادعلي او مارجې ولسواليو اړوند ده چې د سيمې د خلکو په همکارۍ او وسله والو مخالفينوسره يې په تفاهم پرانيستي دي.

دى وايي، د هلمند په تړل شويو ښوونځيو كې وروستي هغه يې د واشېر ولسوالۍ وو چې پرانستل شول، خو د سنګين، موسى كلا، نوزاد او ځينو نورو ولسواليو ۱۰۲ ښوونځي له پخوا راهيسې تړلي پاتې دي: (( موږ هڅه كوو دا ښوونځي هم خلاص كړو، خو دا له ډْره وخته تړلي پاتې دي.))
هلمند ته د پوهنيز تشكيل په لړ كې ۳۸۰ ښوونځي وركړل شوي چې دمګړۍ يې يو لوى شمېر د ناامنيو له كبله تړلي پاتې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ