ads

د كندهار ښاروالي، د ښار په ۳ دروازو كې، د عوايدو د څار كامرې لګوي

د کندهار ښاروالۍ ریاست په پلان کي لري چې د دې ښار په دخولي دروازو کې د عوایدو د زیاتوالي او شفافيت لپاره څارونکې کامرې نصب کړي.د كندهار د ښاروالۍ رياست وايي، دا اقدام ځكه كوي چې د ښاروالۍ عوايد شخصي جېبونو ته و نه لويږي.د کندهار ښاروال روښان ولسمل کليد راډيو ته وويل، د […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1394
د كندهار ښاروالي، د ښار په ۳ دروازو كې، د عوايدو د څار كامرې لګوي

د کندهار ښاروالۍ ریاست په پلان کي لري چې د دې ښار په دخولي دروازو کې د عوایدو د زیاتوالي او شفافيت لپاره څارونکې کامرې نصب کړي.
د كندهار د ښاروالۍ رياست وايي، دا اقدام ځكه كوي چې د ښاروالۍ عوايد شخصي جېبونو ته و نه لويږي.
د کندهار ښاروال روښان ولسمل کليد راډيو ته وويل، د ښار له دريو دخولي دروازو څخه د عوايدو په برخه کې د ورځې په حساب ۳ برابره زياتوالی راغلی دی. د هغه په خبره، که څارونکې کامرې نصب کړي، نو دغه کچه به نوره هم لوړه او شفافيت به رامنځته شي د کندهار ښاروالۍ ریاست په پلان کي لري چې د دې ښار په دخولي دروازو کې د عوایدو د زیاتوالي او شفافيت لپاره څارونکې کامرې نصب کړي.
د كندهار د ښاروالۍ رياست وايي، دا اقدام ځكه كوي چې د ښاروالۍ عوايد شخصي جېبونو ته و نه لويږي.
د کندهار ښاروال روښان ولسمل کليد راډيو ته وويل، د ښار له دريو دخولي دروازو څخه د عوايدو په برخه کې د ورځې په حساب ۳ برابره زياتوالی راغلی دی. د هغه په خبره، که څارونکې کامرې نصب کړي، نو دغه کچه به نوره هم لوړه او شفافيت به رامنځته شي: ((دا كار د لا شفافيت او خلكو ته د ښه خدمت لپاره كوو، مخکې د ښار په دريو دخولي دروازو کې زموږ ورځنی عاید ۱۲۰ زره افغانۍ و خو اوس ۴۲۰ زره افغانيو ته لوړ شوى دى، كه څارونكې كامرې ولګول شي نو شفافيت به لا زيات او عوايد به نور هم لوړ شي.))
د کندهار ښاريان وايي، د ښاروالۍ ریاست دغه اقدام ته له ډېره وخته انتظار باسي.
دوی وايي، د ښار د دخولي دروازو ډيرې پيسې د مامورينو او نورو خلكو شخصي جېبونو ته تللې، چې نور به يې مخنيوی وشي.
د ښاريانو په وينا د څارونکو کامرو په نصب سره به هغو سوداګرو ته هم اسانتياوي برابرې شي، چې مامورينو به په يوه او بله بهانه رشوت ورڅخه اخيسته.
كندهار ښاروالي دا اقدام په داسې حال كې كوي چې د دې ولايت نوي ښاروال روښان ولسمل له مقررېدو سره د فساد د له منځه وړلو هوډ څرګند كړ او له ښاروالۍ رياسته يې ګڼ په مالي فساد اخته مامورين منفك كړل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA