د غزني د جغتو او خوګياڼو ولسواليو ترمنځ د پراته قياق اوسیدونکي وایي، په سيمه كې ورته د افغان ځواكونو له لوري طالب ضد عملياتو كې درانه مالي تلفات اوښتي دي.
ګډو افغان امنیتي ځواکونو د غزني له مرکز څخه د دې ولایت شپږو ولسوالیو ته د قیاق د مواصلاتي لارې د خلاصولو په موخه له دوو ورځو راهیسې پراخ چاڼیز عملیات پیل کړي، خو اوس د خوګیاڼو ولسوالۍ د غریب کلا اوسیدونکي احمدالله کلید ته وویل، افغان ځواکونه د ډي سي توپونو ډزي کوي، چې ګڼ شمیر یې د هستوګنې پر کورونو لګیدلي او د درنو مالي زیانونو ترڅنګ یوازې د دوی په کلي کې پنځه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، خلک له خپلو کورونو څخه بهر نشي وتلای او ټپيان يې ورته په كورونو پراته دي.
د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه بل اوسیدونکي سمیع الله هم کلید ته وویل، پر ګڼو سیمو ډي سي توپونه لګیدلي او کورونه یې ویجاړ کړي دي.
د هغه په وینا ډېری خلکو خپل کورونه د عملیاتو له پیلیدو مخکي پرې ایښي دي.
دوی وایي، له خپلو کورونو څخه بهر ته نشي وتلای ځکه نو ملکي وګړو ته د اوښتو زیانونو په اړه هم کره معلومات نلري.
خو د غزني والي محمد امان حمیم بیا د قیاق درې په اوږدو کې د افغان ځواکونو له لوري د پیل شویو عملیاتو په لړ کې ملکي وګړو ته د تلفاتو اوښتل رد کړل.
نوموړي کلید ته وویل، عملیات او ځای ځای نښتې په هغو سیمو کې رامنځته شوي، چې دښتي او غرونه دي:((په عملیاتو کې تر اوسه د دوو قومندانانو په ګډون ۱۲طالبان وژل شوي او درې امنیتي سرتېري ټپیان دي، ملکیانو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی، زه یې ردوم که اوښتى وای حتما به یې روغتون ته را انتقالول دا شایعات او د مخالفینو تبلیغات دي.))
حمیم زیاته کړه، عملیات دمګړۍ په بریالیتوب سره روان دي او د تېرو دوو ورځو په لړ کې امنیتي ځواکونه توانېدلي د قیاق لارې په اوږدو کې دوه امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي.
نوموړي زیاته کړه د دغې لارې په اوږدو کې به له عملیاتو وروسته ټول ټال ۱۲ امنیتي پوستي ځای پر ځای شي.
باید وویل شي، چې وسله والو طالبانو له یوې میاشتي راهیسی په غزني کي د قیاق لاره، چې د دې ولایت شپږ ولسوالۍ له مرکز سره نښلوي په ماينونو پوښلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ