ads

د جلال اباد ريكشو پر خلكو ژوند حرام كړى

که له یوې خوا د ریکشاګانو شور ماشور د جلال اباد ښار اوسیدونکي ذهني نارامه کړي؛ نو له بلې خوا یې لوګیو ډیر خلک د تنفسي ناروغیو په وجه د ناروغۍ په بستر غورځولي دي.د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په یوې نوې ترسره شوې بهرنۍ څېړنه کې جوته شوې، چې […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1394
د جلال اباد ريكشو پر خلكو ژوند حرام كړى

که له یوې خوا د ریکشاګانو شور ماشور د جلال اباد ښار اوسیدونکي ذهني نارامه کړي؛ نو له بلې خوا یې لوګیو ډیر خلک د تنفسي ناروغیو په وجه د ناروغۍ په بستر غورځولي دي.
د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په یوې نوې ترسره شوې بهرنۍ څېړنه کې جوته شوې، چې هر کال دوه سوه پنځوس میليونو افغانیو نه ډېرې پيسې پر هغو ناروغانو مصرفېږي چې په دې ولایت کې د ریکشا ګانو د لوګي له امله ناروغه کیږي. که له یوې خوا د ریکشاګانو شور ماشور د جلال اباد ښار اوسیدونکي ذهني نارامه کړي؛ نو له بلې خوا یې لوګیو ډیر خلک د تنفسي ناروغیو په وجه د ناروغۍ په بستر غورځولي دي.
د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، په یوې نوې ترسره شوې بهرنۍ څېړنه کې جوته شوې، چې هر کال دوه سوه پنځوس میليونو افغانیو نه ډېرې پيسې پر هغو ناروغانو مصرفېږي چې په دې ولایت کې د ریکشا ګانو د لوګي له امله ناروغه کیږي.
د یاد ریاست ريیس فضل ربي همیم کلید ته وویل: ((په اوس وخت کې د شلو زرو په شاوخوا کې ریکشې په غیر قانوني ډول په جلال اباد ښار کې ګرځي، چې د ریکشاګانو په برخه کې د پرتو ستونزو د حل لپاره مو یو ځانګری کمېسيون هم جوړ کړی دی.))
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي هم تاییدوي چې د کال په لومړیو میاشتو کې ورته تر سلو زرو څخه ډېر په تنفسي ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي دي.
د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال کلید سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل: ((موږ ته له سلو زرو کسانو ډیر پر تنفسي ناروغیو اخته ناروغان راوړل شوي دي. په دغو ناروغانو کې ډيره کچه یې د ریکشا د لوګیو له امله هم ده.))
د ريكشاو د لاسه د جلال اباد ښار د هغو وګړو ډیره سلنه په تنفسي ناروغیو اخته دي چی په ښار کې کاروبار لري.
صدیق الله په بستر پروت هغه ناروغ دی چې پخوا یی په ښار کې لاس ګاډى چلاوه، خو په  وینا یې اوس د ریکشو لوګیو تر روغتونه رسولی دی: (( بس په ښار کې همدا د ریکشو لوګي راته ډاکټرانو ښودلي، چې همدې ناروغه کړی یې.))
ریکشا په جلال اباد كې دا مهال د خلکو د کاروبار هغه اسانه وسیله ده، چی که له یوې خوا یي کاروباریانو ته اقتصادي ګټه رسولې له بلې خوا یې عامو خلکو روغتیا ته بې شمېره مالي زیان اړولی دى.
سره له دې چې د ریکشا د لوګیو له امله عامو خلکو ته دومره ډیر زیان رسیږي؛ نو ولې ریکشه وانان د عامو خلکو ازار اخلي؟
ځواب کې یې ریکشا چلوونکی وحیدالله وايي: (( څه وکړو بل کاروبار مو نشته، ځکه ریکشا چلوو. نو دا لوګي خو ځکه کوي، چې موږ ګاز استعمالوو او ګاز لږ ارزان تمامیږي.))
د تېلو پر ځای په ریکشا کي د ګازو استعمال خپله د زیاتو لوګیو د خپریدو سبب ګرځي.
د کتونکو په باور که چیرې چارواکي د دا ډول زیان رسوونکو ریکشاګانو مخه ونه نیسي؛ نو لرې نه ده چې ډیری هیوادوال به مو د د همدغو تنفسي ناروغیو له كبله د مړینې تر کچې ورسیږي.
زینت قریشي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA