که څه هم د نیالګیو کینولو ته وخت پاتې دی خو د خوست یو شمېر اوسیدونکي سر له اوس د نیالګیو د کینولو لپاره تیارى نیسي.
دوی وایي، هر کال نیالګي کینوي خو د ځینو نیالګیو پایله ښه نه وي، ځکه له بهرنیو هیوادونو او یا نورو ولایتونو څخه خوست ته راوردېدونکي نیالګي د خوست له اب هوا سره توافق نه لري.
د خوست دوه تنه اوسیدونکي له کرنې ریاست څخه غواړي چې دوی ته باکیفیته او په کم قیمت نیالګي ورکړي تر څو هر مینوال وکولای شي د هېواد په زرغونتیا کې برخه واخلي. که څه هم د نیالګیو کینولو ته وخت پاتې دی خو د خوست یو شمېر اوسیدونکي سر له اوس د نیالګیو د کینولو لپاره تیارى نیسي.
دوی وایي، هر کال نیالګي کینوي خو د ځینو نیالګیو پایله ښه نه وي، ځکه له بهرنیو هیوادونو او یا نورو ولایتونو څخه خوست ته راوردېدونکي نیالګي د خوست له اب هوا سره توافق نه لري.
د خوست دوه تنه اوسیدونکي له کرنې ریاست څخه غواړي چې دوی ته باکیفیته او په کم قیمت نیالګي ورکړي تر څو هر مینوال وکولای شي د هېواد په زرغونتیا کې برخه واخلي.
د خوست د مرکز اوسیدونکی ګل رحیم وایي، تېر کال ډېرو خلکو غوښتل چې خپل کلي، کورونه، دېرې او نور عامه ځایونه په نیالګیو شنه کړي خو له اكثرو سره يې پیسې نه وې، ځكه يې هيلې مړاوې شوې.
د خوست د شمل د شموڼې کلي اوسیدونکی حاجي نظر محمد وایي، له دوى سره به د كرنې رياست مرسته همدا وي چې نيالګي په كم قيمت وركړل شي او په روزنه كې يې ورسره مرسته وشي: ((زموږ د سیمې خلکو تېر کال ډېر نیالکي کینول او په زرګونو افغانۍ مو هم پرې ولګولې خو نه پوهیږم، چې له نورو هیوادونو او له نورو ولایتونو څخه راوړل شویو نیالګیو ولې سمه پایله ورنه کړه؟ زموږ د نیالګیو ودې سم صورت ونه نیوه. د کرنې له ریاست څخه غواړم، چې که موږ ته د لوړ کیفیت نیالګي په کم قیمت راکړي سره د خپل هیواد سره به یې ستره مرسته کړې وي، ځکه موږ هرکال پیسې هم مصرف کړو، ځانونه هم ستړي کړو، خو پایله یې ښه نه وي.))
دغو غوښتنو ته په ځواب کې د خوست د کرنې ریاست مرستیال ډاکتر نقیب مسافر وایې، چې د دوی زیات قوریه جات بادونو او وړم کال واورې له کاره غورځولي خو سږ کال یې تر پنځوسو زرو پورې نیالګي کرلي دي چې پر وخت به يې بزګرو ته وويشي: ((د دلوې میاشتې له ۱۵ مې نیټې څخه زموږ د نیالګیو کیښودلو کمپاین پیلیږي، چې د ریاست اړوند باغونو، قوریجاتو، او زراعتي ځمکو کې به کینول شې. موږ څو كاله وړاندې په خپلو قوریاجاتو کې په لکونو نیالګي لرل خو سږ کال تر ۴۰ زرو پورې دي، د کمو نیالګیو د لرلو علت دا دی، چې زموږ قوریجات بادونو او د وړم کال واورې زیانمن کړي دي. ))
دی د خپلې ادارې راتلونکی د باکیفیته نیالګیو د تولید په اړه روښانه ویني ځکه چې په وينا يې سږ کال یې د نیالګیو د ساتنې او پالنې اتحادیه هم جوړه کړې ده.
نوموړي زياته كړه، دا مهال تر پنځوسو زرو پورې نیالګي لري، چې ځینې به په وړیا او زیاتره به يې له بازار نه په ټیت نرخ وپلوري.
ده وویل: ((موږ په خپلو قوریه جاتو کې شا وخوا ۵۰ زره نیالګي لرو، چې دغه نیالګي به د عامه ځایونو لپاره په وړیا ډول ورکړل شي، لکه د کلي جوماتونه، هدیرې، ښوونځي، روغتیایې مرکزونه او داسې نور او پاتې لسګونه زره به له ښار نه په ۷۵ سلنې ټیټ نرخ خوستیانو ته ورکړل شې.))
ده همدا شان وویل، سږ کال یې په ښار کې د بې کیفیته نیالګیو د مخنیوي لپاره مسلکي مامورین ټاکلي او هیچا ته به اجازه ورنه کړې، چې بې کیفیته نیالګي په خلکو وپلوري.
د خوست د کرنې ریاست مرستیال مسافر وایې، چې د نیالګیو د کینولو رسمي کمپیان به د د سلواغې د میاشتې په ۱۵ نیټه پیلېږي، چې په دغه ولایت کې به په لسګونه زره نیالګي کینول شي.
باید وویل شي، د خوست ولایت مقام لخوا هم د نیالګیو د کینولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی، چې لومړۍ غونډه یې ترسره کړې او د نیالګیو کېنولو لپاره اقدامات ترلاسه لاندې لري.


