جمهور رئيس اشرف غني وايي، افغانستان د يوه مصرفي هېواد په توګه دوام نه شي كولاى او بايد پر دې فكر وشي چې څه ډول كېداى شي افغانستان په يوه توليدي هېواد بدل شي.
نوموړي د سه شنبه په ورځ د لسو ولايتونو له واليانو سره په ګډه غونډه كې ټينګار وكړ، چې په راتلونكو دوه راتلونكو مياشتو كې بايد پر دې ډېر كار وشي چې د راتلونكي كال لپاره پلانونه جوړ شي. جمهور رئيس اشرف غني وايي، افغانستان د يوه مصرفي هېواد په توګه دوام نه شي كولاى او بايد پر دې فكر وشي چې څه ډول كېداى شي افغانستان په يوه توليدي هېواد بدل شي.
نوموړي د سه شنبه په ورځ د لسو ولايتونو له واليانو سره په ګډه غونډه كې ټينګار وكړ، چې په راتلونكو دوه راتلونكو مياشتو كې بايد پر دې ډېر كار وشي چې د راتلونكي كال لپاره پلانونه جوړ شي.
د جمهور رئيس په خبره، ټاكل شوې د چهارشنبه په ورځ د لسو نورو ولايتونو د چارواكو او د وزارتونو د استازو تر منځ تړونونه لاسليك شي څو په راتلونكي كې په ښه ډول وكولاى شي، پروګرامونه عملي او د څارنې رول غښتلى كړي.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د ۲۴ نورو ولايتونو د چارواكو او د وزارتونو د استازو تر منځ د همغږۍ او مستقيمو اړيكو تړونونه لاسليك شوي وو.


