افغانستان په نړيواله کچه په اداري فساد کې درىم ځاى خپل کړ، د روڼتيا څار نړيوال سازمان د چارشنبې په ورځ د 2015 م کال راپور خپور کړ چې په دې راپور کې افغانستان د يو سلو اته شپيتو هيوادونو په منځ کې د روڼتيا له پلوه يو سلو شپږ شپېتم هېواد او په فساد کې بيا درېيم هېواد راغلى دى.
په همدې حال کې د افغانستان د روڼتيا د څار اداره وايي، افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په اړه هيڅ لاسته راوړنې نه لري او نه هم په راتلونکې کې له فساد سره د مبارزې اراده لري. افغانستان په نړيواله کچه په اداري فساد کې درىم ځاى خپل کړ، د روڼتيا څار نړيوال سازمان د چارشنبې په ورځ د 2015 م کال راپور خپور کړ چې په دې راپور کې افغانستان د يو سلو اته شپيتو هيوادونو په منځ کې د روڼتيا له پلوه يو سلو شپږ شپېتم هېواد او په فساد کې بيا درېيم هېواد راغلى دى.
په همدې حال کې د افغانستان د روڼتيا د څار اداره وايي، افغان حکومت له فساد سره د مبارزې په اړه هيڅ لاسته راوړنې نه لري او نه هم په راتلونکې کې له فساد سره د مبارزې اراده لري.
د افغانستان د روڼتيا څار اداره وايي، افغان حکومت له فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلى او په وينا يې په افغانستان کې د نا امنۍ، بېکارۍ او داسې نورو ستونزو يو لوى لامل هم فساد دى.
د افغانستان د روڼتيا د څار اجرايي مشر سيداکرام افضلي په دې اړه وايي: (( دا وضعيت اندېښمنوونكى له دې كبله دى چې د ملي وحدت حكومت د فساد د درك په اړه كوم شاخص نه لري، ځكه خو دا هېواد په فساد كې درېيم مقام ترلاسه كوي، زموږ اندېښنه په همدې ځاى كې ده چې د ملي وحدت حكومت به په راتلونكي كې هم د فساد د مخنيوي په اړه هېڅ پلان او پروګرام ونه لري. تر څو موږ پرې مطمئن كړاى شي چې دا حكومت به په راتلونكي كې كومه ځانګړې لاسته راوړنه ولري.))
د روڼتيا د نړيوال سازمان د راپور له مخې شمالي کوريا، سوماليا او افغانستان د نړۍ ترټولو فاسد دولتونه ياد شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په 2014 م کال کې په فساد کې څلورم و خو سږ کال ىې درىم ځاى خپل کړى دى.


