ads

افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو كې ۳۹۳ مليونه ډالرو ته اړتيا ده

ملګري ملتونه وایي،  اوسمهال په افغانستان کې له درې نیم میلیونه زیانمنو وګړو سره د بشري مرستو لپاره لږ تر لږه ۳۹۳ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ مسوول مارک باوډن چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶ میلادي کال د بشري […]

نویسنده: TKG
7 سلواغه 1394
افغانانو ته د بشري مرستو په رسولو كې ۳۹۳ مليونه ډالرو ته اړتيا ده

ملګري ملتونه وایي،  اوسمهال په افغانستان کې له درې نیم میلیونه زیانمنو وګړو سره د بشري مرستو لپاره لږ تر لږه ۳۹۳ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ مسوول مارک باوډن چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶ میلادي کال د بشري غبرګون د پلان د پیژندګلوۍ په غونډه کې خبرې کولې وویل، افغانان له بشري اړخه له یوه اوږد مهاله په بېړني حالت کې قرار لري.
باوډن له نړیوالو مرسته کوونکو څخه چې په دې غونډه کې یې برخه لرله وغوښتل، څو د دې ستونزو د حل په برخه کې خپلې مرستې او ترسره کړو ژمنو ته عملي جنبه ورکړي. ملګري ملتونه وایي،  اوسمهال په افغانستان کې له درې نیم میلیونه زیانمنو وګړو سره د بشري مرستو لپاره لږ تر لږه ۳۹۳ ملیونه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ مسوول مارک باوډن چې د چهارشنبې په ورځ یې په کابل کې د افغانستان لپاره د ۲۰۱۶ میلادي کال د بشري غبرګون د پلان د پیژندګلوۍ په غونډه کې خبرې کولې وویل، افغانان له بشري اړخه له یوه اوږد مهاله په بېړني حالت کې قرار لري.
باوډن له نړیوالو مرسته کوونکو څخه چې په دې غونډه کې یې برخه لرله وغوښتل، څو د دې ستونزو د حل په برخه کې خپلې مرستې او ترسره کړو ژمنو ته عملي جنبه ورکړي.
خو د کلید د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا ۳۹۳ میلیونه ډالر به اوسني حالت ته په کتو سره د افغانانو په ژوند کې ښه والی راولي او که چېرته مرسته کوونکي هېوادونه خپلې ژمنې عملي نه کړي نو څه به وشي؟
د دې پوښتنو په ځواب کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ مسوول مارک باوډن وویل:
ژباړه: هو دا پیسې د اوسنیو بیړنیو اړتیاوو لپاره بسنه کوي، او که چېرته اوسنیو ژمنو مرسته کوونکي هېوادونه خپلې مرستې پخپل وخت ونه رسوي، نو موږ به د کال په جریان کې له نورو مرسته کوونکو څخه پیسې او بشري مرستې ترلاسه کړو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له مرکزي بودېجې څخه چې د بیړنیو حالاتو لپاره ځانګړې شوې، ترلاسه کړو.
په ورته وخت کې د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، یادې پیسې به په کور دننه د بیځایه شوو او له بهره راغلو کډوالو لپاره د سرپناه جوړولو، کرنې، روغتیا، تغذیې، غذايي مصونیت او د څښاک د پاکو اوبو برابرولو په برخه کې ولګول شي.
نوموړي ژمنه وکړه چې افغان حکومت به دا مرستې په خپل ځای ولګوي او له بې ځایه مصرفېدو به یې مخینوی وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA