ads

راتلونكې جمعه د سوريې د كړكېچ په اړه مذاكرات پيلېږي

ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د سوريې د کړکېچ په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پيل شي.په ملګرو ملتونو کې د سوريې ځانګړي استازي ويلي، چې د سولې له مذاکراتو وړاندې بايد اوربند ټينګ شي.نوموړي ټينګار کړى، چې په جينوا کې له کېدونکو خبرو وړاندې به […]

نویسنده: TKG
6 سلواغه 1394
راتلونكې جمعه د سوريې د كړكېچ په اړه مذاكرات پيلېږي

ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د سوريې د کړکېچ په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پيل شي.
په ملګرو ملتونو کې د سوريې ځانګړي استازي ويلي، چې د سولې له مذاکراتو وړاندې بايد اوربند ټينګ شي.
نوموړي ټينګار کړى، چې په جينوا کې له کېدونکو خبرو وړاندې به د اوربند په اړه پرېکړه کېږي. ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې جمعې په ورځ د سوريې د کړکېچ په اړه د ښکېلو غاړو ترمنځ د سولې مذاکرات له سره پيل شي.
په ملګرو ملتونو کې د سوريې ځانګړي استازي ويلي، چې د سولې له مذاکراتو وړاندې بايد اوربند ټينګ شي.
نوموړي ټينګار کړى، چې په جينوا کې له کېدونکو خبرو وړاندې به د اوربند په اړه پرېکړه کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې وه د سولې خبرې تر دې وړاندې پيل شوې واى، خو د سوريې حکومت د مخالفو ډلو ترمنځ په مذاکراتو کې د ګډون کوونکو استازو د لېست پر سر لانجه وه، چې وروسته يوې هوکړې ته ورسېدل.
په سوريه کې د تېرې پنځه کلنې جګړې له كبله سلګونه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او نږدې يو نيم ميليون وګړي کډوالۍ ته اړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA