ads

چين د تروريزم او بېلتون پالنې په اړه سختې سزاوې وضع كوي

د چين حكومت اعلان كړى هر هغه چاته به عبرتناكه سزا وركړي چې د تروريز او بېلتون غوښتنې په تور ونيول شي او اسناد پرې كره ثابت شي.چين د ټول هېواد په كچه له يو ملي كنفرانس وروسته په يو خپاره كړي بيان كې ويلي، د هېواد د ثبات، ملي سياست، اقتصادي پياوړتيا او ټولنيز […]

نویسنده: TKG
5 سلواغه 1394
چين د تروريزم او بېلتون پالنې په اړه سختې سزاوې وضع كوي

د چين حكومت اعلان كړى هر هغه چاته به عبرتناكه سزا وركړي چې د تروريز او بېلتون غوښتنې په تور ونيول شي او اسناد پرې كره ثابت شي.
چين د ټول هېواد په كچه له يو ملي كنفرانس وروسته په يو خپاره كړي بيان كې ويلي، د هېواد د ثبات، ملي سياست، اقتصادي پياوړتيا او ټولنيز استحكام پر وړاندې يې چې هر څوك خطرناك ثابت شي يا هم د تروريزم په تور څوك ونيول شي، نو پر وړاندې به يې د حكومت د محاكمو لخوا جدي او فوري چلند وشي. د چين حكومت اعلان كړى هر هغه چاته به عبرتناكه سزا وركړي چې د تروريز او بېلتون غوښتنې په تور ونيول شي او اسناد پرې كره ثابت شي.
چين د ټول هېواد په كچه له يو ملي كنفرانس وروسته په يو خپاره كړي بيان كې ويلي، د هېواد د ثبات، ملي سياست، اقتصادي پياوړتيا او ټولنيز استحكام پر وړاندې يې چې هر څوك خطرناك ثابت شي يا هم د تروريزم په تور څوك ونيول شي، نو پر وړاندې به يې د حكومت د محاكمو لخوا جدي او فوري چلند وشي.
په دغه بيانيه كې ويل شوي د قتل، اختطاف، ماشومانو او ښځو د حقونو نه وركړه هم هغه جرايم دي چې پر وړاندې يې حكومت د سختې سزا د وركړې حكم وركوي تر څو عام خلك له بشپړ مصوونيت څخه برخمن وي.
بيجنګ همدا راز ويلي، د تروريزم پر ضد د سختو نويو قوانينو په رڼا كې به د تروريزم او بليتون پالنې سزاوې سختې كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA