وروسته له هغې، چې د سعودي او ايران ترمنځ د منځګړيتوب په هدف دواړو هېوادونو ته د پاکستان لومړي وزير او لوى درستيز سفرونه وکړل، سعودي عربستان له ايران سره هر راز خبرې رد کړې دي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د بحرين پايتخت مانامه کې رسنيو ته وويل، چې ايران په سيمه کې د خپلو مداخلو له دريځ څخه نه دى په شا شوى. وروسته له هغې، چې د سعودي او ايران ترمنځ د منځګړيتوب په هدف دواړو هېوادونو ته د پاکستان لومړي وزير او لوى درستيز سفرونه وکړل، سعودي عربستان له ايران سره هر راز خبرې رد کړې دي.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د بحرين پايتخت مانامه کې رسنيو ته وويل، چې ايران په سيمه کې د خپلو مداخلو له دريځ څخه نه دى په شا شوى.
نوموړى وايي، چې د پاکستان په ګډون يو شمېر هېوادونو د منځګړيتوب وړانديز کړى، خو په خبره يې ايران د مداخلې چارې ته دوام وركړى دى.
د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير زياته كړه، ايران ته په کار دي، چې څه وکړي او څه ډول د سيمې له هېوادونو سره اړيکې وساتي.
د عادل الجبير په وينا، ايران د ملګرو ملتونو هغه لېست کې هم شامل دى، چې له ترهګرو سره د همکارۍ مسئله په كې شامله ده.
د سعودي عربستان او ايران ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې سر پورته کړ، چې تېره مياشت سعودي حکومت يو شعيه ملا نمر باقر النمر په دار وځړاوه.


