د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت په دې سلا مشوره کوي، چې د پوهنتون استادانو ته د وسلې ګرځولو جواز ورکړي او كنه؟
د خيبر پښتونخوا ځايي حکومت وايي، پر باچا خان پوهنتون تر ډله ييز بريد وروسته دا اړينه ده، چې په ټولګيو کې دې استادان له ځان سره وسله ولري، ترڅو وکولى شي په دا ډول حالاتو کې له خپله ځانه دفاع وکړي. د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت په دې سلا مشوره کوي، چې د پوهنتون استادانو ته د وسلې ګرځولو جواز ورکړي او كنه؟
د خيبر پښتونخوا ځايي حکومت وايي، پر باچا خان پوهنتون تر ډله ييز بريد وروسته دا اړينه ده، چې په ټولګيو کې دې استادان له ځان سره وسله ولري، ترڅو وکولى شي په دا ډول حالاتو کې له خپله ځانه دفاع وکړي.
دا خبره وروسته له هغې پورته شوې، چې پر باچا خان پوهنتون د ډله يز بريد په مهال وژل شوي پروفيسور د خپلې وسلې په مټ تر زيات مقاومت وروسته بريد كوونكي پرې نه ښودل، چې زياته مرګ ژوبله واړوي.
بلخوا يو شمېر پاكستاني چارواكو پر دې کار نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې له رواني اړخه به دا چاره د محصلينو پر تدريسي بهير ناوړه اغېزې وکړي.


