پاکستاني چارواکو ويلي، چې پنځه کسان يې په چارسده كې پر باچا خان پوهنتون د بريد په تور نيولي دي. د دوى په خبره، دغه كسان په چادريو کې د وسلو او مهماتو د لېږدولو په تور نيول شوي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
پاکستاني چارواکو ويلي، چې پنځه کسان يې په چارسده كې پر باچا خان پوهنتون د بريد په تور نيولي دي.
د دوى په خبره، دغه كسان په چادريو کې د وسلو او مهماتو د لېږدولو په تور نيول شوي، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
د تېرې چهار شنبې په ورځ څلورو تنو د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسدې سيمه كې پر باچا خان پوهنتون ډله ييز بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې شل کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.
تر اوسه د نيول شويو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د ياد بريد پړه له پاكستاني طالبانو يوې جلا شوې ډلې منلې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


