ټاكل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله سباپه بنګله دېش کې د نيوزيلنډ په وړاندې خپله دويمه تمريني لوبه ترسره كړي.
افغانستان پرون په خپله لومړۍ تمريني لوبه كې ايرلنډ ته په ۱۲۶ منډو ماتې وركړه.

د پرونۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پرېكړه يې وكړه.
د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې په ټاكل شويو ۵۰ اورونو كې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۷ منډې جوړې كړې او سيالې لوبډلې ته يې ۲۷۸ منډې هدف وټاكه.
خو ايرلنډ ونه شو كولاى دغه هدف ترلاسه كړي او ټوله لوبډله يې په ۴۴ اعشاريه ۳ اورونو كې په ۱۵۱ منډو وسوځېده.
د افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو ځوانانو ملي لوبډله به د راتلونكې پنجشنبې په ورځ د پاکستان، راتلونکې شنبې د سريلانکا او بيا د فبروري په لومړۍ نېټه د کاناډا په وړاندې د ١٩کلنو نړيوال جام په سياليو کې برخه واخلي.
د کرکټ د ١٩ کلنو ملي لوبډلې تر دې مخکې په هند کې په څو تمريني سياليو کې برخه اخيستې وه، چې د زمبابوې، نيپال او د هند د ١٩ کلنو ځوانانو د لوبډلو په وړاندې يې برياوې ترلاسه کړې وې.