ads

د جبل السراج د سمنټو فابریکه به د ورځې ۲۰۰۰ بوجۍ سمنټ تولیدوي

د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا تېره ورځ د پروان د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دوباره فعالیت په هدف له دې فابریکې څخه لیدنه وکړه. نوموړي په يوه خبري غونډه كې وويل، په راتلونکو دوه میاشتو کې به د جبل السراج د سمنټو فابریکه خپل فعالیت پیل کړي، چې نږدې ۵۰۰ […]

نویسنده: TKG
4 سلواغه 1394
د جبل السراج د سمنټو فابریکه به د ورځې ۲۰۰۰ بوجۍ سمنټ تولیدوي

د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا تېره ورځ د پروان د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دوباره فعالیت په هدف له دې فابریکې څخه لیدنه وکړه. نوموړي په يوه خبري غونډه كې وويل، په راتلونکو دوه میاشتو کې به د جبل السراج د سمنټو فابریکه خپل فعالیت پیل کړي، چې نږدې ۵۰۰ تنه د سیمې اوسېدونکي به په کې کار کوي.

د کانونو او پټرولیم وزیر داود شاه صبا تېره ورځ د پروان د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دوباره فعالیت په هدف له دې فابریکې څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په يوه خبري غونډه كې وويل، په راتلونکو دوه میاشتو کې به د جبل السراج د سمنټو فابریکه خپل فعالیت پیل کړي، چې نږدې ۵۰۰ تنه د سیمې اوسېدونکي به په کې کار کوي.

د هغه په وينا، په یاده فابریکه کې به د ښه کیفیت درلودونکي سمنټ جوړېږي، چې د ورځې به ۲۰۰۰ بوجۍ سمنټ تولیدي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د پروان خلکو ته ډاډ ورکړ، چې په نږدې راتلونكې کې به د کانونو په اړه هم ځیني کارونه په پروان کې پیل شي.

بلخوا د یادې فابریکې په جوړېدو د پروان اوسېدونکو او د ولایتي شورا غړو خوښي وښوده.

دوى د پروان له حکومتي چارواکو غواړي، چې د دې فابریکي د فعالیت په وړاندې ټولې ستونزې حل کړي.

د پروان د ولایتي شورا رئیس غلام بهاوالدین جیلاني ډاډ ورکوي، چې د یادې فابریکې د جوړېدو په هدف به ټولې هڅې په کار واچوي.

د یادونې وړ ده، چې د جبل السراج د سمنټو فابریکه څو لسیزې وړاندې د هېواد په کچه ځانګړې فابریکه وه، چې زرګونه بوجۍ سمنټ به یې د هېواد ګوټ ګوټ ته تولیدول، خو له څو لسیزو راهیسې غیرې فعاله وه او له تېرې یوې نیمې لسیزې راهیسې یې د جوړېدو په اړه اساسي هڅې نه وې شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA