د دولت او مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې د ښځو نه استازولي، اندېښمنوونکې خبره ده او د یو زیات شمېر ښځو او مدني بنسټونو غبرګونونه يې راپارولي دي.
په هېواد کې د ښځو د حقونو د ملاتړ یو بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرو په بهیر کې د ښځو د حقونو له (قرباني) کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې.
د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې دا څېړنیز بنسټ وايي چې که د سولې په خبرو کې د ښځو استازي نه وي؛ هېڅکله هم په هېواد کې عادلانه او تلپاتې سوله نه شي راتلای. د دولت او مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو په بهیر کې د ښځو نه استازولي، اندېښمنوونکې خبره ده او د یو زیات شمېر ښځو او مدني بنسټونو غبرګونونه يې راپارولي دي.
په هېواد کې د ښځو د حقونو د ملاتړ یو بنسټ له طالبانو سره د سولې خبرو په بهیر کې د ښځو د حقونو له (قرباني) کېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې.
د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې دا څېړنیز بنسټ وايي چې که د سولې په خبرو کې د ښځو استازي نه وي؛ هېڅکله هم په هېواد کې عادلانه او تلپاتې سوله نه شي راتلای.
د دې بنسټ مشرې زرقا یفتلي چې د یوې نوې څېړنې نتیجه یې له رسنیو سره شریکه کړه؛ ټینګار وکړ چې ډېر افغانان د سولې په پروسه کې د ښځو ګډون غواړي. د یفتلي په وینا، ښځې که د جنګ قربانیانې دي؛ باید د پخلاینې په پروسه کې هم شریکې وي.
د دې بنسټ مسوولین وايي چې د سولې په پروسه کې د ښځو د ونډې په اړه دا څېړنه یې په کابل، بدخشان، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې کړې او خلک په دې باور دي چې د ښځو کمې ونډې د دوی غوښتنې بې رنګه کړې دي.
تر اوسه چې په هېواد کې د سولې د تامین په خاطر کومې هڅې شوي، په هغو کې د ګډون او برخې اخیستو په مقصد تر ډېره د ښځو لېوالتیا، هڅه او هاند د پام او ستاینې وړ دي.
بلخوا بیا د افغانستان د سولې عالي شورا که څه هم د سولې په پروسه کې د ښځو کم حضور تاییدوي، خو وايي چې په خبرو کې د دوی غوښتنې کله هم له پامه نه لوېږي. د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعیل قاسمیار وايي: “موږ سره یو شمېر پېژندل شوې ښځې شته چې د کیفیت له لحاظه په ښه ځای کې قرار لري، خو کمیت یې تر پوښتنې لاندې دی، زه باور لرم چې له دې ټولو سره د ښځو انساني او اسلامي حقوق کله هم تر پښو لاندې نه کېږي.”
په همدې حال کې د مدني ټولنو په برخه کې د جمهور رئیس سلاکاره عادله بهرام وايي چې دا مهال د حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي او دا د سولې خبرو ته د تګ لارې جوړولو په معنا دي.
خو سره له دې هم زموږ ډېری هېوادوالو په تېره بیا ښځو ته دا پوښتنه پيدا کېږي چې د سولې په دې خبرو کې به د ښځو ونډه تر كومې كچې په پام كې ونيول شي، ځكه تېرو جرګو او لويو او وړو كنفرانسونو دا په ګوته كړې لكه څنګه چې په کار ده د ښځو ونډې ته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
سوله او ثبات د ښځو لپاره يوه ځانګړې معنا، مفهوم او ارزښت لري او د څه باندې درې لسيزو جنګ جګړو او تاوتريخوالي له كبله سولې او آرامۍ ته لېواله او سترګې په لاره دي، ځكه د تېرو تپل شویو جګړو له كبله يې د ژوندانه ټولې خوښۍ او نېكمرغۍ له لاسه وركړي او كلونه كلونه يې د جنګ تريخ زهر څكلي.
د افغانستان د ښځو هيله دا ده چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي او په هېڅ یوه پرېکړه کې د افغان ښځو نظر او حضور ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي.
د سولې د خبرو اترو په پروسه کې د ښځو پر ګډون د ټينګار خبره له دې کبله رامنځته کېږي چې په تېرو کلونو کې تر یو بریده لاسته راوړنې په ټولنه کې د ښځو د حضور او د حقونو وې. که په دې خبرو کې ښځې پخپله د خپلو حقونو له مسالې بحث وکړي، حتمي ده چې خبرې یوې ښې پايلې ته رسېدلی شي.


