د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده پاچاخان پوهنتون نن سهار وسله والو د سپكو او درنو وسلو بريد كړى چې د چارواكو په وينا د پوهنتون په انګړ كې لا هم سخته جګړه روانه ده.
نن د چارسدې پاچاخان پوهنتون په انګړ كې د پاچاخان بابا د تلين په وياړ د مشاعرې مراسم جوړ شوي وو او ويل كېږي چې سلګونه محصلين، استادان او د پوهنتون د عملې كسان مشاعرې ته ناست وو خو ناڅاپي ډزو غونډه وپاشله.
تر اوسه په ډزو كې د يو ګارد د ټپي كېدو خبر وركول شوى خو چارواكو ويلي شايد د پېښې تلفات وروسته وروسته زيات شي. د خيبر پښتونخوا ايالت په چارسده پاچاخان پوهنتون نن سهار وسله والو د سپكو او درنو وسلو بريد كړى چې د چارواكو په وينا د پوهنتون په انګړ كې لا هم سخته جګړه روانه ده.
نن د چارسدې پاچاخان پوهنتون په انګړ كې د پاچاخان بابا د تلين په وياړ د مشاعرې مراسم جوړ شوي وو او ويل كېږي چې سلګونه محصلين، استادان او د پوهنتون د عملې كسان مشاعرې ته ناست وو خو ناڅاپي ډزو غونډه وپاشله.
تر اوسه په ډزو كې د يو ګارد د ټپي كېدو خبر وركول شوى خو چارواكو ويلي شايد د پېښې تلفات وروسته وروسته زيات شي.
د محصلينو تر منځ شور او ګډوډۍ هم يو شمېر كسان ټپيان كړي خو چارواكي وايي، اوس يو شمېر محصلين په ټولګيو او نور په ليليه كې بند پاتې دي او په دې اړه دقيق معلومات نه شي وړاندې كولى.
له پېښې سره سم پاكستاني ايليټ فورس ځواك او ګڼ پوځيان پوهنتون ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال كې ده چې پورن د پېښور په كارخانو بازار كې د خاصه دارو پر پوسته چاودنه كې ۱۲ كسان مړه ۳۹ نور ټپيان شول.


