پاكستاني چارواكي په پېښور چارسده كې د باچا خان پر پوهنتون بريد كې تر اوسه د پوهنتون يو پروفيسور او ۱۵ محصلين وژل شوي او د پوليسو، محصلينو، ګاردانو په ګډن لسګونه نور ټپيان دي.
نن سهار په دغه پوهنتون كې د خدايي خدمتګار باچا خان د تلين په وياړ د مشاعرې مراسم نيول شوي وو چې د اووه يا اتو په شمېر د وسله والو ناڅاپي بريد په پوهنتون كې ګډوډي جوړه كړه. پاكستاني چارواكي په پېښور چارسده كې د باچا خان پر پوهنتون بريد كې تر اوسه د پوهنتون يو پروفيسور او ۱۵ محصلين وژل شوي او د پوليسو، محصلينو، ګاردانو په ګډن لسګونه نور ټپيان دي.
نن سهار په دغه پوهنتون كې د خدايي خدمتګار باچا خان د تلين په وياړ د مشاعرې مراسم نيول شوي وو چې د اووه يا اتو په شمېر د وسله والو ناڅاپي بريد په پوهنتون كې ګډوډي جوړه كړه.
ځايي خبري سرچينو ويلي، وسله والو پر دغه پوهنتون له دريو خواو بريد كړى او اوس د ګرد او دوړو له كبله بريدګر نه پېژندل كېږي نه هم څوك ښكاري.
پاكستاني پوځيانو او د هوايي ځواك هليكوپټرو د پېښې ځاى محاصره كړى، ځينې محصلين په لويه دروازه وتلو كې بريالي شوي خو يو شمېر نور يې لا هم په خپلو ټولګيو او ليليه كې بند پاتې دي او د جګړې د ودرېدو په انتظار دي.
د دې پوهنتون د كميا او ساينس د پوهنځي يو استاد پروفيسور كامران رسنيو ته ويلي، د پوهنتون له انګړه شاوخوا شپېته محصلين را ايستل شوي او د همدې پوهنځي يو استاد پروفيسور حامد د وسله والو لخوا د سر په برخه كې په ډزو ويشتل شوى دى.
د چارسدې سيمه ييز روغتون چارواكو ويلي، د پېښې له ځايه تر اوسه ۹ كسان ور وړل شوي خو د پېښور د چټك غبرګون پوليسو ويلي شاوخوا ۵۰ كسان په لومړيو ډزو كې ټپيان شوي دي چې په كې د يو پوليس سرتېري روغتيايي وضعيت هم خطرناك دى.
د پوهنتون استادانو ويلي، د باچا خان پوهنتون په انګړ كې شاوخوا ۳ زره محصلين ايسار پاتې دي او د چاودنو غږونه هم په كې اورېدل شوي دي.
د چارسدې باچا خان پوهنتون رئيس رسنيو ته ويلي، نننۍ مشاعرې ته ۶۰۰ مېلمانه له بهره راغوښتل شوي وو او سلګونه نور محصلين ورته راټول شوي وو.
دا په داسې حال كې ده چې تېر كال د پېښور په سكهر روډ پوځي ښوونځي باندې د بريد پر وخت هم د زده كوونكو لپاره طبي كمپ لګول شوى و چې د بريد ښكار شو او لسګونه زده كوونكي په كې مړه او ټپيان شول.


