په افغانستان كې د سويډن سفير اندرس شوبرګ اعلان كړى چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو كې يو ميليارد ډالره مرسته وكړي.
نوموړي دا خبرې نن په هرات كې د يوخبري كنفرانس په ترڅ كې وكړې او زياته يې كړه دغه يو ميليارد ډالر به د ښځو د توانمندۍ، پوهنې او خصوسي سكټور په برخه كې د كار موندنې لپاره په راتلونكو لسو كلونو كې ولګول شي . په افغانستان كې د سويډن سفير اندرس شوبرګ اعلان كړى چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو كې يو ميليارد ډالره مرسته وكړي.
نوموړي دا خبرې نن په هرات كې د يوخبري كنفرانس په ترڅ كې وكړې او زياته يې كړه دغه يو ميليارد ډالر به د ښځو د توانمندۍ، پوهنې او خصوسي سكټور په برخه كې د كار موندنې لپاره په راتلونكو لسو كلونو كې ولګول شي .
د سويډن سفير د هرات له والي او سوداګرو سره په ليدنه كې دا ولايت د پانګې اچونې لپاره مناسب ځاى وباله او زياته يې كړه هېواد يې له افغانستان سره خپلو اقتصادي مرستو ته ادامه وركوي.
په همدې حال كې د هرات د سوداګرۍ او صنايعو خونې رئيس سعد خطيبي په خصوصي سكټور كې د سويډن د مرستو مننه وكړه او د دغه هېواد پر حكومت يې غږ وكړ چې له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي.


