ads

راتلونكى كال پكتيا كې د نهه ميليونه ډالرو ۵۹۲ پروژې پلې كېږي

د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني پکتيا ته د کاري سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، راتلونكى كال  به د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې ۵۹۲ بېلابېلې رغنيزې پروژې د نهه ميليونه امريکايي ډالر په ارزښت پيلوي او د دې تر څنګ به د ځوانانو د بوختيا په موخه هم يو لړ […]

نویسنده: TKG
30 مرغومی 1394
راتلونكى كال پكتيا كې د نهه ميليونه ډالرو ۵۹۲ پروژې پلې كېږي

د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني پکتيا ته د کاري سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، راتلونكى كال  به د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې ۵۹۲ بېلابېلې رغنيزې پروژې د نهه ميليونه امريکايي ډالر په ارزښت پيلوي او د دې تر څنګ به د ځوانانو د بوختيا په موخه هم يو لړ رغنيز کارونه پيلوي.
نوموړي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل د راتلونکي لمريز کال له پيل سره سم د ولسي خلکو د غوښتنو او اړتياو مطابق په کليو او بانډو کې رغنيزې چارې پيلوي، چې له تېرو هغو به يې اغېز زيات وي. د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني پکتيا ته د کاري سفر په ترڅ کې ژمنه وکړه، راتلونكى كال  به د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې ۵۹۲ بېلابېلې رغنيزې پروژې د نهه ميليونه امريکايي ډالر په ارزښت پيلوي او د دې تر څنګ به د ځوانانو د بوختيا په موخه هم يو لړ رغنيز کارونه پيلوي.
نوموړي د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل د راتلونکي لمريز کال له پيل سره سم د ولسي خلکو د غوښتنو او اړتياو مطابق په کليو او بانډو کې رغنيزې چارې پيلوي، چې له تېرو هغو به يې اغېز زيات وي.
د کليو او پراختيا وزير نصير احمد دراني قومي مخورو او خبريالانو ته په پکتيا کې د تېرو کلونو په اوږدو کې د کليو او پراختيا رياست له لوري د بشپړو شويو پروژو په باره کې هم معلومات ورکړل.
نوموړي سږنی لمريز کال د پکتيا لپاره تر نورو هغو ښه وباله او زياته يې کړه، چې ګڼ شمېر رغنيزې پروژې يې د دې کال په اوږدو کې بشپړې کړې دي.
ياده دې وي، چې د پکتيا په ۱۳ ولسواليو او مرکز ګردېز کې د کليو او پراختيا رياست ۱۲۱۰ کلي تر پوښښ لاندې لري، د ياد رياست له لوري په دې ولايت کې تر اوسه ۲۶۲۰ رغنيزې پروژې بشپړې شوې دي، چې د کاريزونو کندل، د پلچکونو رغول، د کوچنيو بندونو تړل، د لارو جوړېدل او نورې پروژې پکې شاملې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA