ads

د كليد د كتابتون يوې خپرونې د خوستي ځوانانو ژوند ور بدل كړى

له کتابونو سره دخوستیانو ځانګړې مینه او علاقه په دې وروستیو کې زیاته شوې او د مطالعې فرهنګ په دغه ولايت كې د پخوا په نسبت خورا وده کړې ده.دوی د همدې مینې د ماتېدو په موخه په خپلو کورونو او اطاقونو کې شخصي کتابتونونه جوړ کړي چې پر دوی سربیره یې د کورنۍ نور […]

نویسنده: TKG
30 مرغومی 1394
د كليد د كتابتون يوې خپرونې د خوستي ځوانانو ژوند ور بدل كړى

له کتابونو سره دخوستیانو ځانګړې مینه او علاقه په دې وروستیو کې زیاته شوې او د مطالعې فرهنګ په دغه ولايت كې د پخوا په نسبت خورا وده کړې ده.
دوی د همدې مینې د ماتېدو په موخه په خپلو کورونو او اطاقونو کې شخصي کتابتونونه جوړ کړي چې پر دوی سربیره یې د کورنۍ نور غړي هم ترې ګټه پورته کوي.
همدې برخې ته له نن نه پوره کال وړاندې خوست کلید راډیو هم د کتابتون په نوم یوه خپرونه پیل کړه چې خلکو ته په کې د کورنیو کتابتونونو په اړه معلومات او ګټې بیانیږي.

د کلید دا ګام د خوستیو ځوانانو له لوري ستایل کیږي او وایي چې دوی یې د مطالعې په خوند پوه کړي دي.
رفیق جنبش چې د خوست د یعقوبیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی وایي چې د کتابتونو د جوړیدو علاقه په خلکو کې د پخوا په پرتله ډېره شوې ده
هغه وایي: ((د کلید کتابتون خپرونې زموږ له ملګرو سره دا فکر پیدا کړ چې په خپله سیمه کې د یوه لوى کتابتون د جوړولو هوډ وکړي او په همدې کتابتون کې دا مهال ۱۲۰۰ کتابونه راټول شوي.))
جنبش زیاتوي، د کلید کتابتون خپرونې په اوریدو نه یوازې د کتابونو په ارزښت پوه شوی بلکې د مطالعې کولو سمه طریقه یې هم زده کړې ده.
بیت الله رسا هم یو لوستی ځوان دی او په خپل كور کې یو کوچنی کتابتون لري، نوموړی وایي: (( کتابونه مې کور کې لرل، خو خواره واره به پراته وو خو له کله نه چې د کلید کتابتون خپرونه اورم خپل کتابونه مې د کتابتون په شکل راټول کړي او اوس یو خوندور کتابتون لرم.))
رسا وایي، دمګړۍ یې له کتابتون څخه د کورنۍ نور غړي هم ګټه اخلي او خپله د ده مطالعه هم ورسره خورا منظمه شوې ده.
دغه راز یو تن ښوونکی محمد احسان هم کورني کتابتونونه د خلکو د علمي شعور په پراختیا کې مهم بولي او زیاتوي چې دې برخې ته ډېر پام په کار دی.
هغه وایي، هره کورنۍ باید له کتابتون برخمنه وي: ((هڅه باید وشي چې په کور کې یو کتابتون جوړ شي او هر څوک په کې د خپل وس مطابق اړین کتابونه ځای پرځای کړي.))
نوموړی په دې برخه کې د لوستو ځوانانو رول مهم یادوي او وایي، دوی باید خپل ډېر وخت د ګټورو کتابونو په لوستنه تېر کړي.
پوهان هم د هغې کورنۍ راتلونکی ښه او بریالى ګڼي چې له یوه ښه کتابتون څخه برخمنه وي او ډېر وخت یې د ګټورو کتابونو په مطالعه تېرېږي.
د چارلز ویلیام په نوم یو پوه وایي، کتاب تر ټولو آرام او ثابت ملګری دی، خورا په اسانۍ سره موندل کېږي، تر ټولو عاقل مشاور او تر ټولو استادانو با حوصله دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA