ads

پېښور كارخانو كې د خاصه دارو پر پوسته چاودنه، ۱۰ مړه، لږ تر لږه ۱۶ ټپيان

د خيبر پښتونخوا، پېښور په كارخانو سيمه كې د خاصه دارو پر يوه پوسته چاودنه كې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.د اكسپريس نيوز خبري سرچينې له قوله د خيبر ايجنسۍ په كارخانو كې لومړى د خاصه دارو پوسته كې چاودنه شوې او وروسته سختې ډزې هم شوي چې په ترڅ كې يې […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1394
پېښور كارخانو كې د خاصه دارو پر پوسته چاودنه، ۱۰ مړه، لږ تر لږه ۱۶ ټپيان

د خيبر پښتونخوا، پېښور په كارخانو سيمه كې د خاصه دارو پر يوه پوسته چاودنه كې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
د اكسپريس نيوز خبري سرچينې له قوله د خيبر ايجنسۍ په كارخانو كې لومړى د خاصه دارو پوسته كې چاودنه شوې او وروسته سختې ډزې هم شوي چې په ترڅ كې يې شاوخوا دوكانونه ويجاړ او درې موټر سوځېدلي دي. د خيبر پښتونخوا، پېښور په كارخانو سيمه كې د خاصه دارو پر يوه پوسته چاودنه كې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپيان دي.
د اكسپريس نيوز خبري سرچينې له قوله د خيبر ايجنسۍ په كارخانو كې لومړى د خاصه دارو پوسته كې چاودنه شوې او وروسته سختې ډزې هم شوي چې په ترڅ كې يې شاوخوا دوكانونه ويجاړ او درې موټر سوځېدلي دي.
د چاودنې ټپيان حيات اباد كمپلكس روغتون ته لېږدول شوي او د پېښور په دريو لويو روغتونونو كې بيړنى حالت اعلان شوى دي.
د پېښې په اړه يوازې د پېښور حيات اباد كمپلكس روغتون چارواكو د لس كسانو مړينه تاييد كړې او ويلي يېدي چې ۱۶ نور ټپيان ورسره بستر شوي دي.
چارواكو ويلي، په وژل شويو كې دوه خاصه دار او يو كوچنى ماشوم هم ور وړل شوي او د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.
امنيتي چارواكو د پېښې په لومړنيو څېړنو كې ويلي چې چاودنه په يو موټر سايكل كې د ځاى پر ځاى شوي ريموټ كنټرول بم له كبله رامنځته شوې ده.
له پېښې وروسته د تورخم لاره هم د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA