د کندهار ولايتي اداره وايي، په دغه ولايت كې ځينو موسساتو خپلې پروژې د ولايتي ادارې په نه همغږۍ عملي کړې دي.
دغه پروژې د روغتيا، کرني، پوهنې، بيارغونې او حکومتولۍ په برخه كې بشپړې شوي، چې د کندهار ولايت مقام په وينا کيفيت يې ډېر ټيټ وو.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، د موسساتو دا ډول همغږه کارونه بې ګټې ثابت شوي او پيسې بې ځايه لګول شوې دي. د کندهار ولايتي اداره وايي، په دغه ولايت كې ځينو موسساتو خپلې پروژې د ولايتي ادارې په نه همغږۍ عملي کړې دي.
دغه پروژې د روغتيا، کرني، پوهنې، بيارغونې او حکومتولۍ په برخه كې بشپړې شوي، چې د کندهار ولايت مقام په وينا کيفيت يې ډېر ټيټ وو.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي، د موسساتو دا ډول همغږه کارونه بې ګټې ثابت شوي او پيسې بې ځايه لګول شوې دي.
صميم خپلواک زياته كړه، د كندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په کندهار کې د ټولو موسساتو له استازو سره ليدلي او په دې اړه يې خبرې ورسره کړې دي.
هغه وايي، والي د موسساتو له استازو غوښتي چې د پروژو کيفيت، معيار او د خلكو اړتياو ته جدي پاملرنه وکړي.
په کندهار کې د روغتيا، پوهنې، کرنې او بيارغونې په برخه کي خلك ډېرى اړتياوې لري. دا چې په دې برخه کي بهرنۍ مرستې درېدلي، نو د کندهار والي له ټولو موسساتو غوښتي، چې د خلكو اساسي ستونزې په نظر کې ونيسي او پروژې د ولايتي ادارې له مشورې پرته عملي نه کړي.


