ads

كندهار كې له انځور ګرۍ سره د خلكو مينه زياته شوې

د انځورګرۍ یا رسامۍ هنر چې مخکې په کندهار کي له پامه لوېدلی و، اوس بېرته د غوړېدو په حال کې دی او یو شمیر ځوانان د خپلې خاصې علاقې او شوق له مخې دا هنر زده کوي.داسې ښكاري چې كندهار د دغې هنر د ودې لپاره تازه ساه اخستې وي،  ځكه د تکړه انځورګرانو […]

نویسنده: TKG
29 مرغومی 1394
كندهار كې له انځور ګرۍ سره د خلكو مينه زياته شوې

د انځورګرۍ یا رسامۍ هنر چې مخکې په کندهار کي له پامه لوېدلی و، اوس بېرته د غوړېدو په حال کې دی او یو شمیر ځوانان د خپلې خاصې علاقې او شوق له مخې دا هنر زده کوي.
داسې ښكاري چې كندهار د دغې هنر د ودې لپاره تازه ساه اخستې وي،  ځكه د تکړه انځورګرانو هڅې او د خلكو علاقه د دې سبب شوې، چې په کندهار کې د انځور ګرۍ هنر بېرت د خپل پخواني عروج پر خوا ګامونه واخلي.
دلته اوس وضعيت د پخوا په څېر نه دى بلكې هر انځورګر نژدې لسګونه زده کوونکي لري. د انځورګرۍ یا رسامۍ هنر چې مخکې په کندهار کي له پامه لوېدلی و، اوس بېرته د غوړېدو په حال کې دی او یو شمیر ځوانان د خپلې خاصې علاقې او شوق له مخې دا هنر زده کوي.
داسې ښكاري چې كندهار د دغې هنر د ودې لپاره تازه ساه اخستې وي،  ځكه د تکړه انځورګرانو هڅې او د خلكو علاقه د دې سبب شوې، چې په کندهار کې د انځور ګرۍ هنر بېرت د خپل پخواني عروج پر خوا ګامونه واخلي.
دلته اوس وضعيت د پخوا په څېر نه دى بلكې هر انځورګر نژدې لسګونه زده کوونکي لري.
محمود هغه تنکی ځوان دی چی له شپږو میاشتو راهیسې انځورګري زده کوي.
هغه وايي د خپلي خاصې علاقې له مخې غواړي دا هنر زده کړي او اوس کولای شي تر یو حده ښه انځور رسم کړي: (( زما تقريباً شپږ میاشتې کیږي چې رسامي زده کوم او اوس کولای سم ښه انځور رسم کړم.))
نجیب الله قریب په كندهار كې د انځورګرۍ د هنر يو پوخ استاد دى، هغه ځانته په يوه خونه كې لسګونه شاګردان كېنولي، دى وايي، روانو جګړو د انځور ګرۍ هنر باندې ژور اغېز كړى او دا هنر يې تقريبا له منځه وړى و مګر په وينا يې اوس هېلې راټوكېدلي چې انځورګري به يو ځل بيا خپل پخواني حالت نه هم په بره ولاړه شي.
هغه کليد راډيو ته په خوښۍ سره وويل، چي اوس دا هنر د پر مختګ په حال کې دی او د انځورګرۍ د بيا غوړېدو يوازنی لامل د انځورګرانو نوښتونه او هڅې بولي: (( په تېرو جګړو کې دا هنر له پښو لویدلی و خو اوس شکر الحمدالله بیا راپورته شوی دی. دا د انځورګرانو زیار او زحمت دی چی انځورګري بیا غوړېدلې ده.))
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ښکلو هنرونو د برخې مسوول امان الله درخشان وايي، اوس مهال په کندهار کې ۱۲ مسلکي انځورګران په فعاليت بوخت او لسګونه شاګردانو ته د انځورګرۍ زده كړې وركوي.
درخشان وايي، دولت باید د هنرونو د بيا راژوندي کولو لپاره کار وکړي تر څو یو شمیر له پښو لویدلي هنرونه یو ځل بیا پر پښو ودریږي: (( دلته مسلکي انځورګر دولس یا دیارلس تنه دي چې هغه بسنه نه کوي. که چیرې له مرکز څخه مسلکي انځورګران راشي او لڼد مهاله ورکشاپونه جوړ شي نو دا هنر به لا  وغوړیږي.))
انځورګري یا رسامي هغه هنر دی، چې د ژبو له پيدايښت مخکې ورڅخه د مفاهمې لپاره کار اخيستل کېده او لا هم په نړۍ كې ډېر ناويلي حقيقتونه د انځورګرۍ په ژبه ويل كېږي.
دا مهال په کندهار کې ډيری ځوانان د عصري زده کړو تر څنګ د خپلې خاصې علاقې او شوق له مخې په اماتور ډول دا هنر زده کوي.
په دې وروستيو كې د انځورګرۍ خواته د ځوانانو لېوالتیا او د انځورګرانو هڅو او کوښښونو داسې هیلي زیږولي چي یو ځل بیا به دا هنر په كندهار كې  پر پښو دریږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA