ټاکل شوې نن د پاکستان صدراعظم او د پوځ لوی درستیز د سعودي عربستان له چارواکو سره تر کتنې وروسته ایران ته ولاړ شي.
پرون په ریاض کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د دغه هیواد له پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز سره ولیدل او له ایران سره د روان کړکیچ په اړه یی ور سره خبرې وکړې.
نواز شریف به دغه راز نن د ورځې په اوږدو کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره هم خبرې کوي او دواړه هیوادونه به دې ته وهڅوي، چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. ټاکل شوې نن د پاکستان صدراعظم او د پوځ لوی درستیز د سعودي عربستان له چارواکو سره تر کتنې وروسته ایران ته ولاړ شي.
پرون په ریاض کې د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف د دغه هیواد له پاچا شاه سلمان بن عبدالعزیز سره ولیدل او له ایران سره د روان کړکیچ په اړه یی ور سره خبرې وکړې.
نواز شریف به دغه راز نن د ورځې په اوږدو کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره هم خبرې کوي او دواړه هیوادونه به دې ته وهڅوي، چې خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
پاکستان په سیمه کې د ایران او سعودي عربستان تر منځ په روان کړکېچ سخته اندیښنه ښودلې.
د سعودي پاچا شاه سلمان پاکستاني صدراعظم ته ویلي، چې هیواد یی غواړي له اسلامي حکومتونو سره دوستانه اړیکې ولري.
د سعودي عربستان او ایران تر منځ کړکیچ وروسته له هغې زور واخیست، چې سعودي حکومت یو شيعه ملا د دغه هیواد شاهي حکومت پر ضد په توطیو کې مجرم وګڼه او هغه يې له ۴۷ نورو كسانو سره يو ځاى اعدام كړ.


