د خوست په میلمستون ودانۍ کې نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو، د امنیتي ځواکونو افسرانو، د مدني ټولنې غړو، علماو او عامو خلكو په كې برخه اخیستي وه له امنیتي ځواکونو څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
دوى وويل، د خوست ولسونه له خپلو امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ ولاړ دي او همدا لامل دی، چې د خوست امنیتي وضعیت د تېر په پرتله اوس په مراتبو ښه شوی دی. د خوست په میلمستون ودانۍ کې نن د یوې سترې غونډې په ترڅ کې چې لسګونو قومي مشرانو، ځوانانو، د امنیتي ځواکونو افسرانو، د مدني ټولنې غړو، علماو او عامو خلكو په كې برخه اخیستي وه له امنیتي ځواکونو څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.
دوى وويل، د خوست ولسونه له خپلو امنیتي ځواکونو سره څنګ په څنګ ولاړ دي او همدا لامل دی، چې د خوست امنیتي وضعیت د تېر په پرتله اوس په مراتبو ښه شوی دی.
د خوست د تڼیو ولسوالۍ قومي مشر او پخواني والي رسول محمد ټني وویل، د خوست ټول ولسونه له افغان امنیتي ځواکونو سره د امنیت په ټینګښت او د ارضي تمامیت په ساتنه کې څنګ په څنګ ولاړ دي: ((موږ دا ثابته کړې، چې د هیواد ازادۍ له دغې لارې ترلاسه شوي نو اوس هم موږ افغان امنیتي ځواکونو ته بشپړ ډاډ ورکوو، چې د دوی په غوښتنې سره به موږ په هرسنګر کې له دوی سره اوږه په اوږه جګړه وکړو. زه د دوی ټولې قربانۍ ستایم او له لویې خدای څخه ورته د لا موفقیت غوښتونکی یم.))
په خوست کې د مجاهدینو اسلامي شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ بيا له افغان ځواکونو نه د ملاتړ ترڅنګ وویل، چې د ملي یووالي حکومت مشران باید د هغو سرتېرو او افسرانو بچیانو او كورنيو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، چې له هېواد څخه د دفاع په موخه په جګړو کې ځانونه قرباني کوي: ((همدا سرتیري دي، چې زموږ بچیانو او ولس ته یې ښوونځیو ته د تګ لاره اواره کړې ده. دوی په ځان باندې سخته تېروي خو زموږ ژوند ساتي.))
د مدني ټولنې غړي نصیر روښان بیا د سولې اوسنیو خبرو ته اشاره وکړه او د دولت له وسله والو مخالفینو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره د نظام حکومت برخه شې: ((زه په وسله والو مخالفینو غږ کوم، چې زموږ د ځوانو سرتېرو وینه دې نه تویوي، ځكه موږ له دوی سره په څنګ کې ولاړ یوو. د سولې خبرې پیل شوي له فرصت ګټه واخلئ او د افغانستان د اساسي قانون تر چوکاټ لاندې خپلې سیاسي مبارزې ته ادامه ورکړئ.))
د خوست د ولایتي شورا مشر عبدالولي واحدزي هم له امنیتي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړ او دوی یې يې په اوس وخت كې له هیواد څخه د دفاع او د قانون د حاکمیت د ټینګولو اتلان وګڼل.
د خوست والي حکم خان حبیبي بيا ويل، په خوست کې ډاډمن امنيت اوس د دې لامل شوی، چې مرکز کې څوک ورته امتیاز ورنه كړي: ((ما د ځینو پروژو او د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د امکاناتو او تجهیزاتو غوښتنه وکړه، خو په مقابل کې راته وویل شول، چې تاسو خوست کې ډاډمن امنیت لرئ، دغه شیان باید نورو ولایتونو ته ورکړل شې.))
نوموړي وویل، په خوست کې د ښه امنیت یوازنی لامل د ولسونو نږدې همکاري له امنیتي ځواکونو سره ده.
د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت هم د دغه ولایت امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وايي: ((زه د خوست له ولس نه مننه کوم، چې له امنیتي ځواکونو سره یې په هره برخه کې همکاري کړې او له دوی سره یې د شکمنو کړنو او نورو مواردو کې معلومات شریک کړي، په ځینو مواردو کې یې له هیواد څخه د دفاع په موخه د امنیتي ځواکونو په ملاتړ له دښمن سره جګړه هم کړې ده.))
په خوست کې د لومړۍ پلې لوا قوماندان جنرال ناصر هدایت هم د خوست له خلکو څخه مننه وکړه او ویې ویل، د خوست د ښې راتلونکې لپاره نور امنیتي پلانونه هم لري: ((ملي اردو د هیواد له ارضي تمامیت څخه دفاع ته ژمنه ده او که هر ځای کې دښمنان سر راپورته کوي نو موږ به یې دسیسې شنډې کړو.))
د غونډې په پای کې په هغو شلو تنو افسرانو چې په دنده کې یې له ځانه ښه وړتیا ښوولې وه، د خوست والي لخوا مډالونه وويشل شول او یو شمېر افسرانو ته د ترفیع رتبې هم ورکړل شوې.


