له ايرن څخه د اټومي ژمنې د پوره كېدو له كبله د بنديزونو له پورته كېدو يوه ورځ وروسته امريكا د دغه هېواد د بالستيكي توغنديو په پروګرام نوي بنديزونه وضع كړي دي.
امريكا پرون رسما له ايران څخه د بانكونو، پولادو، بېړۍ چلونې او يو شمېر نورو برخو كې بنديزونه لرې كړل خو له دې يوه ورځ وروسته د امريكا ماليې وزارت اعلان كړى چې د ايران د بالستيكي توغنديو په برخه كې مرسته كوونكي پنځه ايرانيان او دوه كمپنۍ ورسره په تورليست كې شاملې شوي او پر دوى نوي بنديزونه وضع شوي دي. له ايرن څخه د اټومي ژمنې د پوره كېدو له كبله د بنديزونو له پورته كېدو يوه ورځ وروسته امريكا د دغه هېواد د بالستيكي توغنديو په پروګرام نوي بنديزونه وضع كړي دي.
امريكا پرون رسما له ايران څخه د بانكونو، پولادو، بېړۍ چلونې او يو شمېر نورو برخو كې بنديزونه لرې كړل خو له دې يوه ورځ وروسته د امريكا ماليې وزارت اعلان كړى چې د ايران د بالستيكي توغنديو په برخه كې مرسته كوونكي پنځه ايرانيان او دوه كمپنۍ ورسره په تورليست كې شاملې شوي او پر دوى نوي بنديزونه وضع شوي دي.
امريكا ويلي، د ايران له بالستيكي پروګرام سره د مرستې په تور بليك ليسټ شوي پنځه واړه كسان ايرانيان دي خو په دوه بليك ليسټ شويو كمپنيو كې يوه د چين او بله د متحده عربي اماراتو كمپنۍ ده.


