ads

كندهار ښاريان: ښاروالۍ كار نه دى كړى، واټونه او سړكونه كنډې كپر دي

د كندهار اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې لا هم يو زيات شمېر عمومي او فرعي سړكونه كنډوكپر يا خام پاتې دي خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.ځايي خلك وايي، پر دغو سړکونو لويو ډبونو، د اوبو ډنډ كېدو او ګرد وغبار شاوخوا دوکانونو او کورونو ته هم ستونزې پيښ کړې […]

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1394
كندهار ښاريان: ښاروالۍ كار نه دى كړى، واټونه او سړكونه كنډې كپر دي

د كندهار اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې لا هم يو زيات شمېر عمومي او فرعي سړكونه كنډوكپر يا خام پاتې دي خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
ځايي خلك وايي، پر دغو سړکونو لويو ډبونو، د اوبو ډنډ كېدو او ګرد وغبار شاوخوا دوکانونو او کورونو ته هم ستونزې پيښ کړې دي.
د کارېز بازار، شکارپور دروازې، ميربازار سړکونه او احمدشاهي لوبغالي د مخې واټ د كندهار سړكونو ته د نه پاملرنې ښه مثالونه دي. د كندهار اوسېدونكي شكايت كوي چې په دغه ښار كې لا هم يو زيات شمېر عمومي او فرعي سړكونه كنډوكپر يا خام پاتې دي خو تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې.
ځايي خلك وايي، پر دغو سړکونو لويو ډبونو، د اوبو ډنډ كېدو او ګرد وغبار شاوخوا دوکانونو او کورونو ته هم ستونزې پيښ کړې دي.
د کارېز بازار، شکارپور دروازې، ميربازار سړکونه او احمدشاهي لوبغالي د مخې واټ د كندهار سړكونو ته د نه پاملرنې ښه مثالونه دي.
ځايي خلك د دغو سړکونو د ویجاړتیا پړه پر دولت وراچوي او وايي، د سړکونو د جوړولو پر مهال کیفیت په پام کي نه نیول کیږي، خو چې جوړ سړك خراب هم شي نو بيا يې ژر د ترميم چارې نه ترسره كېږي.
ښاریان له ښاروالۍ او فوائد عامې رياست څخه غوښتنه کوي، چي هرڅومره ژر کيږي باید د سړکونو د پینه کارۍ يا پيوندكارۍ او رغونې چارې پیل کړي.
د کندهار د ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وايي، دوی اوس مهال په پلان كې  لري چې د د ځينو سيمو سړکونه بيا و رغوي او ځينې نور پينه کاري کړي.
څرګند زیاته کړه، اوس مهال دوی پر دې کار کوي چي د ښاریانو اساسي ستونزو ته په راتلونکې بودیجه کي ځای ورکړي: (( موږ په پلان کې لرو چې د ښار ځينې سړکونه ورغوو. همداشان موږ پر دې کار کوو چي د ښاریانو غوښتنو ته د راتلونكي كال په بودیجه کې ځای ورکړو.))
د یادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د ښاروالۍ او فوائد عامې ریاستونو لخوا په ښار کې د ځينو سړکونو پينه کاري شوې وه خو اوس هماغه پيوند شوي سړکونه بېرته تخريب شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA