څه كلونه وړاندې جلال اباد د ښو فلمونو د توليد له كبله په وړې ممبۍ مشهور ښار شو، خو اوس د وضعيت په تغير بېرته د هندي سینما فلمونو اوس په جلال اباد ښار کې د افغاني فلمونو ځاى نيولى او خلک د دې پرځای چې خپل کولتور، ژبه او فرهنګ وګوري، د فلمونو له لارې هندي فرهنګ خپلوي.
په جلال اباد ښار کې پر نورو ځایونو سربیره د سراج العمارت تاریخي بڼ د دا ډول فلمونو د نندارې مرکز ګڼل کیږي؛ ځکه دغلته د هوټلونو په مخ کې د پرتو ټلويزيونونو پر ښيښو هندي فلمونه ننداره کیږي. څو كلونه وړاندې جلال اباد د ښو فلمونو د توليد له كبله په وړې ممبۍ مشهور ښار شو، خو اوس د وضعيت په تغير بېرته د هندي سینما فلمونو اوس په جلال اباد ښار کې د افغاني فلمونو ځاى نيولى او خلک د دې پرځای چې خپل کولتور، ژبه او فرهنګ وګوري، د فلمونو له لارې هندي فرهنګ خپلوي.
په جلال اباد ښار کې پر نورو ځایونو سربیره د سراج العمارت تاریخي بڼ د دا ډول فلمونو د نندارې مرکز ګڼل کیږي؛ ځکه دغلته د هوټلونو په مخ کې د پرتو ټلويزيونونو پر ښيښو هندي فلمونه ننداره کیږي.
دغو فلمونو ته كېناستونكي ځوانان وايي، په افغاني فلمونو کې د یوې زړه راښکونکې کیسې نشتوالی، د افغاني هنرمندانو ناسم کردارونه او په دغو فلمونو کې د پاکستانیو انجونو لوبیدلو دوی مجبور کړي، چې د افغاني فلمونو پرځای هندي فلمونه وګوري.
عبدالرشید دغه بڼ ته د چکر لپاره راغلی دی. هغه د یو هوټل مخې ته ناست او هندي فلم ننداره کوي.
خو كه ترې پوښتنه وشي چې ولې افغاني فلم نه ګورې، نو بيا همدغه رشيد د افغاني فلمونو د ننداره کولو لپاره خپل شرطونه لري: (( که افغاني سینماګران په خپلو فلمونو کې کیسې، ښه ډايركشن او د پاکستانیو نجونو نه ګډولو ته پاملرنه ونه کړي؛ نو هیڅکله به دغه فلمونه ونه ګورم.))
په ننګرهار کې د افغاني سینما مسوولین هم د خلکو دغه شکایتونه مني؛ خو وايي د امکاناتو نشتوالى او د حکومت نه پاملرنې دغې چارې ته اړ کړي دي.
په ننګرهار کې د فلمونو ډایرکټر سید کریم ژوند کلید ته وويل: (( فلمونه تر ډيره په شخصي امکاناتو جوړیږي او حکومت ورته هیڅ پاملرنه نه ده کړې))
هغه په فلمونو کې د پاکستانیو نجونو د لوبیدو په تړاو وویل، دغه چاره په ننګرهار کې د افغاني ښځینه سنماګرانو نه موجودیت رامنځته کړې ده، ځكه نو دوى اوس مجبور دي چې د په فلمونو كې د نجونو اداكارانو د نشتوالي په وجه پاكستانۍ اداكارانې ولوبوي.
په ننګرهار کې د افغاني سینما لوبغاړي وايي، که ورته امکانات برابر او حکومت یې پوره ملاتړ وکړي؛ نو لرې نه ده، چې ټول افغانان به یو ځل بیا د خپلو افغاني فلمونه ننداره پیل کړي.
یعقوب ناصري چې په جلال اباد ښار کې یې له کلونو راهیسې په فلمونو کې کار کړی، کلید ته وویل: (( په ننګرهار کې د سینما نه موجودیت زموږ د کارونو پر وړاندې لویه ستونزه ده.))
د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست هم په دغه ولایت کې افغاني سینماګرانو ته د دولت کم توجهي مني او وايي د بهرنیو موسسو د مرستو کموالي دلته فلمي صنعت هم کمرنګی کړ.
په دغه ریاست کې د افغان فلم مدیر محمد شاه مجروح له کلید سره د مرکې پرمهال وویل: (( پخوا په دغه ولایت کې یو شمیر بهرنیو موسسو د افغاني سینماګرانو ملاتړ کولو خو اوس ټولې تللې دي.))
مجروح زیاته کړه: (( هغه څه چې زموږ په وس کې دي، لکه د امنیت برابرول، د سکرپټونو لیدل او نور دا مو کړي او کوو يي؛ خو د پيسو او مالي ملاتړ زموږ له وس وتلې خبره ده.))
لیدونکي په دې اند دي، که حکومت یو ځل بیا په ننګرهار كې د فلمي ګروپونو ملاتړ وکړي؛ نو لرې نه ده، چې دوی یو وار بیا د هندي سینما له فلمونو سره سیالي برابره او ځانته مینه وال پيدا کړي.


