ads

د لغمان فرهنګیانو استاد لال پاچا ازمون په شاعرانه ماښام ونمانځه

د جدي ۲۴مه د پنجشنبې ماښام د لغمان ولایت مقام د پښتو ژبې لیکوال او شاعر استاد لال پاچا ازمون د لمانځغونډې کوربه و. دې غونډې ته پر لغمان سربیره د ننګرهار، کابل ، خوست او پکتیا ولایتونو سلګونه شاعران او لیکوال راټول شوي وو. استاد لال پاچا ازمون نه یوازې د کابل پوهنتون د […]

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1394
د لغمان فرهنګیانو استاد لال پاچا ازمون په شاعرانه ماښام ونمانځه

د جدي ۲۴مه د پنجشنبې ماښام د لغمان ولایت مقام د پښتو ژبې لیکوال او شاعر استاد لال پاچا ازمون د لمانځغونډې کوربه و.
دې غونډې ته پر لغمان سربیره د ننګرهار، کابل ، خوست او پکتیا ولایتونو سلګونه شاعران او لیکوال راټول شوي وو.
استاد لال پاچا ازمون نه یوازې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او پر اکاډمیکو چارو بوخت دی، بلکې د اوس وخت د فرهنګي، ادبي او ژورنالستیک ډګر یو له فعالو او مطرحو څېرو پيژندل کیږي. د نوموړي د چاپ او ناچاپو منظوم  او منثورو اثارو شمیر نږدې سلو ته رسیږي. د جدي ۲۴مه د پنجشنبې ماښام د لغمان ولایت مقام د پښتو ژبې لیکوال او شاعر استاد لال پاچا ازمون د لمانځغونډې کوربه و.
دې غونډې ته پر لغمان سربیره د ننګرهار، کابل ، خوست او پکتیا ولایتونو سلګونه شاعران او لیکوال راټول شوي وو.
استاد لال پاچا ازمون نه یوازې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد او پر اکاډمیکو چارو بوخت دی، بلکې د اوس وخت د فرهنګي، ادبي او ژورنالستیک ډګر یو له فعالو او مطرحو څېرو پيژندل کیږي. د نوموړي د چاپ او ناچاپو منظوم  او منثورو اثارو شمیر نږدې سلو ته رسیږي.
په لغمان ولایت کې د استاد ازمون لمانځغونډې لومړنی ویناوال جمهور رئيس اشرف غني وو، چې د موبایل ټیلفون له لارې یی د هغه ادبي او فرهنګي هڅې د قدردانۍ او لا ډیرې ستاینې وړ وبللې. جمهور رئيس استاد ازمون یو وفادار ملګری او د استاد ګل پاچا الفت په څېر خپل فرهنګ او ژبې ته ژمن ادیب وباله:(( ازمون پاچا د لیکوالو پاچا دی، ازمون د ارواښاد الفت په څیر پاچا دی. دی خپل قام، ژبې او فرهنګ ته ژمن او عظیم لیکوال دی. زه یی ستایم او د لا ادبي او فرهنګي فعالیتونو لپاره ورته توفیق غواړم.))
د استاد لال پاچا ازمون لمانځغونډه کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي وویل چې استاد ازمون نه یوازې ادبي بلکې سیاسي، اجتماعي او فرهنګي شخصیت دی او تر خپلې وسې د ولس او وطن د سوکالۍ او امن لپاره یې هڅې کړي.
د نعیمي پر وینا د ځوان نسل په روزلو کې د استاد ازمون فعالیتونه خورا پراخ او د هرکلي وړ دي، ځکه نوموړي تل ځوانان پوهې، د هیواد ابادۍ او سولې ته وربللي دي:(( ځینې خلک ځوانانو ته ټوپک په لاس ورکوي چې خپل وطن او خلک ویجاړ کړي، خو ازمون ځوانانو ته د علم ډیوه په لاس ورکوي، خلک مینې او سوکالۍ ته هڅوي، دی واقعا یو اتل دی)).
په غونډه کې راغلو یو شمېر ځوانو ادبي څیرو هم وویل چې د دوی په روزنه کې د استاد لال پاچا ازمون لوی لاس دی.
د لیکوال او شاعر استاد لال پاچا ازمون په وياړ شاعرانه ماښام د ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو شاعرانو په ترنمونو لا رنګین و.
د لمانځغونډې دې شاعرانه ماښام کې خپله استاد ازمون هم ځیني شعرونه دیکلمه کړل چې د ناستو کسانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.
استاد لال پاچا ازمون له نن څخه شاوخوا ۴۴ کاله وړاندې د ننګرهار هسکې مینې ولسوالۍ کې سترګې رڼې کړې او د ښونځي او پوهنتون تر زدکړو وروسته يې د کابل پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې د استادۍ سپیڅلې دنده پیل کړه. نوموړی دا مهال د استادۍ پر دندې سربیره پر ګڼو ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دی او تر دې دمه یی تر ۶۰ زیات اثار چاپ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA