ads

اكسفام: يوازې يو فيصد خلك د نړۍ ۹۹ فيصده سرمايه لري

اكسفام خيريه بنسټ وايي، د نړۍ له ۵۵ فيصدو څخه زياته سرمايه يوازې د نړۍ د ۶۲ تنه ملياردرانو په لاس كې ده.دغه بنسټ ويلي، د نړۍ يو فيصد خلك داسې دي چې د ټولې نړۍ ۹۹ فيصده سرمايه ورسره ده او له څلويښتو كلونو راهيسې يې سرمايه  ورځ تر بلې لا په ډېرېدو ده. […]

نویسنده: TKG
28 مرغومی 1394
اكسفام: يوازې يو فيصد خلك د نړۍ ۹۹ فيصده سرمايه لري

اكسفام خيريه بنسټ وايي، د نړۍ له ۵۵ فيصدو څخه زياته سرمايه يوازې د نړۍ د ۶۲ تنه ملياردرانو په لاس كې ده.
دغه بنسټ ويلي، د نړۍ يو فيصد خلك داسې دي چې د ټولې نړۍ ۹۹ فيصده سرمايه ورسره ده او له څلويښتو كلونو راهيسې يې سرمايه  ورځ تر بلې لا په ډېرېدو ده. اكسفام خيريه بنسټ وايي، د نړۍ له ۵۵ فيصدو څخه زياته سرمايه يوازې د نړۍ د ۶۲ تنه ملياردرانو په لاس كې ده.
دغه بنسټ ويلي، د نړۍ يو فيصد خلك داسې دي چې د ټولې نړۍ ۹۹ فيصده سرمايه ورسره ده او له څلويښتو كلونو راهيسې يې سرمايه  ورځ تر بلې لا په ډېرېدو ده.
دا شمېرې په داسې حال كې اعلانېږي چې ټاكل شوې په نږدې راتلونكي كې د بې وزلۍ د كچې راټيټولو په خاطر نړيوال كنفرانس هم جوړ شي.
د نړيوالو اقتصادي چارو كارپوهان وايي، په نړۍ كې د بې وزلۍ د ستونزې د ختمولو لپاره يوازې دوه لارې دي چې يوه يې پر مالدارو كسانو د مالياتو زياتول او بل د نړۍ د سرمايه دارانو له بې وزله هېوادونو سره د بشري پروګرامونو له لارې مرسته كول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA