ads

ګڼ، تنګ كندهار ښار، هوايي پلونو ته اړ دى

كندهار، د هېواد په سويل كې يو لوى ښار، دلته هره نوې ورځ د نفوس او ګڼې ګوڼې له ډېرېدو سره د سړكونو او واټونو پر غاړه د هوايي پلونو اړتيا زياتېږي، ځكه نو ځايي خلك هم وايي، دلته دمګړۍ يوازې يو هوايي پل دى او ښاروالي بايد په دې برخه كې د ستونزو د […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1394
ګڼ، تنګ كندهار ښار، هوايي پلونو ته اړ دى

كندهار، د هېواد په سويل كې يو لوى ښار، دلته هره نوې ورځ د نفوس او ګڼې ګوڼې له ډېرېدو سره د سړكونو او واټونو پر غاړه د هوايي پلونو اړتيا زياتېږي، ځكه نو ځايي خلك هم وايي، دلته دمګړۍ يوازې يو هوايي پل دى او ښاروالي بايد په دې برخه كې د ستونزو د كمولو پراخې هڅې وكړي.
كندهاريان وايي، دا مهال د كندهار همغه يو هوايي پل هم د امنيتي ګواښونو له كبله د خلكو پر مخ تړل شوى، خو د ښار د ګڼې ګوڼې د كنټرول لپاره كومه بله چاره نه ده لټول شوې، تر څو خلك وكولاى شي په اسانۍ له سړكونو تېر راتېر شي.

كندهار، د هېواد په سويل كې يو لوى ښار، دلته هره نوې ورځ د نفوس او ګڼې ګوڼې له ډېرېدو سره د سړكونو او واټونو پر غاړه د هوايي پلونو اړتيا زياتېږي، ځكه نو ځايي خلك هم وايي، دلته دمګړۍ يوازې يو هوايي پل دى او ښاروالي بايد په دې برخه كې د ستونزو د كمولو پراخې هڅې وكړي.
كندهاريان وايي، دا مهال د كندهار همغه يو هوايي پل هم د امنيتي ګواښونو له كبله د خلكو پر مخ تړل شوى، خو د ښار د ګڼې ګوڼې د كنټرول لپاره كومه بله چاره نه ده لټول شوې، تر څو خلك وكولاى شي په اسانۍ له سړكونو تېر راتېر شي.
دوى وايي، کندهار ښار که څه هم پراخ دی، خو د بازار ساحه يې ډېره تنګه ده. په عمومي بازارونو او څلور لارو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، چې پياده کسانو ته يې ستونزې پيښې کړې دي.
د كندهاريانو په وينا، مخكني ښاروال ورته ژمنې وركړې وې چې هوايي پلونه ورته جوړوي، مګر تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي شوي.
محب الله د دغه ښار اوسېدونكى دى، هغه وايي، د ګڼې ګوڼې په ځايونو او د ځينو ښوونځيو مخ ته بايد هوايي پلونه جوړ شي: ((اوس په ټول کندهار ښار کې یو هوايي پل دى، هغه هم تړل شوی دی. ښاروالي باید په ښار کې هوايي پلونه جوړ کړي تر څو د ټرافیکي پیښو مخه هم ونیول شي.))
نور احمد هم ورته غوښتنه لري او وايي په ښارونو كې د ګڼې ګوڼې د كنټرول لپاره د هوايي پلونو جوړولو خورا مهم دي: (( باید د ښوونځیو مخته او یا هم په مهمو ځایونو کې دا هوايي پلونه جوړ شي، تر څو زده کوونکي له سړکونو څخه په خوندي ډول سره واوړي))
د کندهار د پوهنې ریاست هم وايي چې ځينې وختونه د ښوونځيو مخته ټرافیکي پیښې رامنځته کیږي او د مخنيوي لپاره يې لازمه ده چې د سړك پر غاړو هوايي پلونه جوړ شي.
د پوهني ریاست ویاند نظر محمد صمیمي همدا خبره كوي او وايي، که د ښوونځيو مخ ته هوايي پلونه جوړ شي نو تر ډيره به د دغسې پیښو مخه نیول شوې وي: (( ښار پراخ شوی دی وسایط هم ډير شوي دي نو باید د هر ښوونځي او د ښار پر مهمو ځایونو هوايي پلونه جوړ شي. په مخکنیو وختونو کې داسي پيښې ډېرې رامنځته شوي چې  شاګردان په موټر وهل شوي دي))
خو بلخوا کندهار ښاروال کليد راډيو ته وويل، دوی په پام کي لري  چې د روان کال په انکشافي پلان کې پر احمدشاهي جادې  څو هوايي پلونه جوړ کړي.
ښاروال روښان ولسمل وايي، د ښار پر نورو مهمو ځایونو د هوايي پلونو د جوړولو لپاره په راتلونکي کي پلان لري: (( د سږ کال په روان انکشافي پلان کي موږ په پام کي لرو چي د احمدشاهي جادې پر سر یو شمېر هوايي پلونه جوړ کړو. په راتلونکو پلانونو کي به نور هوايي پلونه هم د ښار په بېلابېلو برخو کې جوړ کړو. له ښاریانو څخه مو دا غوښتنه ده چې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او خپلې نورې غوښتنې هم تر موږ پورې راورسوي))
دا په داسې حال كې ده چې په كندهار ښار كې د وسايطو د ګڼې ګوڼې له زياتېدو سره ټرافيكي پېښې زياتې شوې دي.
د کندهار د ټرافيکو چارواکي وايي، تر هغو د ټرافيکي پيښو کچه نه شي راکمېدلای، تر څو په ښار کې هوايي پلونه، زېر زمينۍ، برقي ټرافيکي اشارې او پارکينګونه ډېر شوي نه وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA