ads

نن له ايرانه امريكا، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه خپل بنديزونه پورته كوي

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې ويلي، ايران د  اټومې موافقتنامې پر وړاندې خپله ژمنتيا ثابته كړې نو په دې بدل كې امريكا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونوو هم له دغه هېواده د بنديزونو د پورته كولو اعلان كړى دى.د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په خپل راپور كې چې يوه كاپي يې د ملګرو ملتونو امنيت […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1394
نن له ايرانه امريكا، اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه خپل بنديزونه پورته كوي

د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې ويلي، ايران د  اټومې موافقتنامې پر وړاندې خپله ژمنتيا ثابته كړې نو په دې بدل كې امريكا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونوو هم له دغه هېواده د بنديزونو د پورته كولو اعلان كړى دى.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ادارې په خپل راپور كې چې يوه كاپي يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته هم استول شوې ويلي، ايران له توافقنامې سره سم خپل اټومي فعاليتونه درولي دي او همدې چارې د  ايران پر وړاند د بندېزونو نرمښت ته لار اواره كړې ده چې نن به په دې اړه لوى اعلان وشي.

د ايران  او نړۍ د قوتونو تر منځ د تېر كال په جولايي كې تاريخي اټومي موافقتنامه لاسليك شوه، خو امريكا او اسراييلو په دې برخه كې ځېنې څرګندې نيوكې لرلې.
اوس اوس په ويانا كې د امريكا، ايران او اروپايي ټولنې تر منځ د موافقتنامې په برخه كې د پرمختګ د څارنې غونډې ته جواد ظريف ويلي، نن به نړۍ ته ثابته كړو چې لويې مسئلې د بنديزونو، فشارونو او ګواښونو له لارې نه حلېږي بلكې يوازنۍ حل لاره يې په تفاهم، متقابل احترام او خبرو كې پټه ده.
پر ايران د بنديزونو له ايسته كېدو سره سم د دغه هېواد ملياردونه ډالر په نړيوال بازار كې له كنګل كېدو وځي او دغه هېواد نړيوالې سوداګرۍ ته ازادانه لاسرسى پيدا كوي.
د امريكا خارجه وزارت هم په دې اړه ويلي، له دې وروسته چې ايران اټومي توافقنامې ته خپله ژمنتيا وښودله نو دغه هېواد ته د نړيوالې سوداګرۍ دروازې پرانيستل شوې دي.
بلخوا ايران بيا ويلي، حكومت به يې د نيك نيتۍ په خاطر  څلور تنه دوه تابعيته ايراني الاصله امريكايي بنديان هم ور خوشې كړي.
تر اوسه د دغو بنديانو نومونه نه دي ښكاره شوي، خو واشنګټن پوسټ وايي، په  دغو بنديانو كې ايراني الاصله امريكايي خبريال جيسن رضايان هم شامل دى چې تېر كال د جاسوسۍ په تور ايرانيانو نيولى و.
دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې ايران  په ورته يو بل اقدام كې هم خپلو سمندري حدودو ته داخل شوي لس امريكايي سمندري پوځيان له نيول كېدو وروسته امريكا ته وسپارل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA