ads

د امنيتي وضعيت د خرابېدو تصور، د حقيقت پر لور

د سولې لپاره روانې خبرې، ورسره د جګړو شدت او په شمال کې د امنيتي اندېښنو له کبله په بدخشان کې د تاجکستان د دوو قونسلګریو تړل کېدل، هغه خبرې دي؛ چې یو ژور تحلیلي امنيتي لیدلوري ته ضرورت لري. که له دې وضعیت نه یوه اساسي ارزونه ونه شي، د نوي کال له پېلېدو […]

نویسنده: TKG
27 مرغومی 1394
د امنيتي وضعيت د خرابېدو تصور، د حقيقت پر لور

د سولې لپاره روانې خبرې، ورسره د جګړو شدت او په شمال کې د امنيتي اندېښنو له کبله په بدخشان کې د تاجکستان د دوو قونسلګریو تړل کېدل، هغه خبرې دي؛ چې یو ژور تحلیلي امنيتي لیدلوري ته ضرورت لري. که له دې وضعیت نه یوه اساسي ارزونه ونه شي، د نوي کال له پېلېدو سره د ځینو خلکو دا قضاوت چې ښايي امنيتي وضعیت لا نور کړکېچن شي، په حقیقت واوړي.
د سولې پروسې د پیلولو لپاره د لومړي اقدام په درشل کې، چې هماغه د افغانستان، پاکستان، چين او امریکا په ګډون څلور اړخیزه ناسته وه؛ د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د هیواد په بیلابیلو برخو او په تېره بیا جنوب کې د جګړو زور اخستل، دا په ډاګه کړه چې د دولت مخالفان په خبرو اترو کې د ډېر امتیاز ترلاسه کولو په خاطر، جګړې ته مخه کوي، دا موضوع له لویه سره د سولې د خبرو د ځنډني ترسره کېدو او د جګړو د بیا زور اخستلو اندېښنه رامنځته کولای شي. د سولې لپاره روانې خبرې، ورسره د جګړو شدت او په شمال کې د امنيتي اندېښنو له کبله په بدخشان کې د تاجکستان د دوو قونسلګریو تړل کېدل، هغه خبرې دي؛ چې یو ژور تحلیلي امنيتي لیدلوري ته ضرورت لري. که له دې وضعیت نه یوه اساسي ارزونه ونه شي، د نوي کال له پېلېدو سره د ځینو خلکو دا قضاوت چې ښايي امنيتي وضعیت لا نور کړکېچن شي، په حقیقت واوړي.
د سولې پروسې د پیلولو لپاره د لومړي اقدام په درشل کې، چې هماغه د افغانستان، پاکستان، چين او امریکا په ګډون څلور اړخیزه ناسته وه؛ د دولت د وسله والو مخالفانو له خوا د هیواد په بیلابیلو برخو او په تېره بیا جنوب کې د جګړو زور اخستل، دا په ډاګه کړه چې د دولت مخالفان په خبرو اترو کې د ډېر امتیاز ترلاسه کولو په خاطر، جګړې ته مخه کوي، دا موضوع له لویه سره د سولې د خبرو د ځنډني ترسره کېدو او د جګړو د بیا زور اخستلو اندېښنه رامنځته کولای شي.
دم ګړۍ د هیواد په شمال کې د احتمالي جګړو اندېښنه شته خو په جنوب کې بیا دا جګړې په پوره شدت دوام لري.
ښايي د همدې اندېښنو له کبله وي چې د بدخشان په ولایت کې چې ویل کېږي د دولت وسله وال مخالفان په کې خپل مرکزونه لري او وخت ناوخت د دې ولایت امنيت ګواښي، تاجکستان مجبور کړی وي، چې هلته خپلې دوې قونسلګرۍ وتړي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبره تایید کړې او د دې وزارت ویاند شکیب مستغني له رسنیو سره ويلي چې د تاجکستان سفارت دوی ته یو یاداښت راستولی او په هغه کې يې څرګنده کړې چې د ځينو امنیتي اندېښنو له امله یې خپلې قونسلګرۍ تړلي چې د ستونزې تر حل وروسته به پرانیستل شي. 
په هلمند ولایت کې د دولت وسله والو مخالفانو بیا امریکا ته خبردارۍ ورکړی چې د یاد ولایت په جګړه کې داخل نه شي. د دې خبردارۍ له مخې په جګړه کې د امریکایي ځواکونو بیا ښکيلتيا به د سولې خبرې له خنډ و ځنډ سره مخ کوي.
د داسې يو ګنګ امنيتي حالت موجودیت، د دې تقاضا کوي چې افغان حکومت د ټول هيواد په کچه یوه ستره امنيتي ارزونه وکړي، افغان چارواکي یوازې په دې خبرو خپل مسوولیت نه شي راکمولای او ادا کولای چې د خپلو مخالفو کړیو ارقام په ګوته کړي او په ورځنیو مسایلو راوپېچي. که اساسا د افغان دولت په وړاندې دومره خنډونه موجود دي، دغه خنډونه چېرته او په کوم ډول خپل فعالیتونه تنظیموي او د دې فعالیتونو د مخنیوي لپاره کومې لارې وسنجول شي؟
د دې جګړو تاوان عام افغانان ويني، هغه افغانان چې بچیان د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنيت په لیکو کې په دندو بوخت دي او یا هغه عام افغانان چې د جګړو په سیمو کې ژوند کوي. افغانان نه غواړي چې د موقتي ناسمو دلایلو پر بنسټ د دوی بچیان هر ورځ قرباني کېږي.
افغانان دا حق لري چې پوه شي د هیواد د حالاتو د سمو امنیتي ارزونو له مخې، جګړې څومره وخت کې او څنګه د مهارولو وړ دي. یو کال، دوه کاله، درې کاله او یا یوه لسیزه نور، عوامل يې څه دي او موثر مخنیوی يې څنګه کېدای شي؟
افغانان باید پوه شي چې د دوی امنيتي ارګانونه د راتلونکو کلونو لپاره کوم چمتوالي لري او یا په راتلونکو دوه، درې یا پنځو کلونو کې افغان امنيتي ځواکونه به په کوم حال کې وي او امنیتي تدابیر په کومه سطحه کې دي؟ دا هغه پوښتنې دي چې له ملک نه د فرار او مهاجرتونو مخه او سرمايې د فرار مخه ونیسي او یو ثابت اقتصادي حالت ته لار هواره کړي.
دا پوښتنې به سختې ښکاري، خو ځواب موندل ورته، د افغانستان امنیتي حالت ډاډمنولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA