د كلي ود بيارغونې او پراختيا وزارت ملي پيوستون پروګرام په كونړ كې د ۵۵ ميليونه ۳۸۰ زره افغانيو په لګښت د ۴۰ پراختيايي پروژو د بشپړولو خبر وركړى دى.
د ملي پيوستون پروګرام لخوا كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دغه پروژې تېره ورځ د كونړ په اسعداباد، پېچ دره، سركاڼو، نرنګ، نورګَل او وټه پور ولسواليو كې پرون بشپړې او خلكو ته تسليم شوې چې محافظتي دېوالونه، استنادي دېوالونه، تشنابونه، د اوبو د برېښنا كوچني بندونه، د پليو لارو پخول، پر سړكونو جغل اندازي، د كانالونو وداني او د اوبو رسولو د شبكو جوړول په كې شامل دي.
سرچينه وايي، له دغو ۵۵ ميليوني پروژو څخه په ۵۰۱۵ كورنۍ ګټه پورته كوي. د كلي ود بيارغونې او پراختيا وزارت ملي پيوستون پروګرام په كونړ كې د ۵۵ ميليونه ۳۸۰ زره افغانيو په لګښت د ۴۰ پراختيايي پروژو د بشپړولو خبر وركړى دى.
د ملي پيوستون پروګرام لخوا كليد ته راستول شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، دغه پروژې تېره ورځ د كونړ په اسعداباد، پېچ دره، سركاڼو، نرنګ، نورګَل او وټه پور ولسواليو كې پرون بشپړې او خلكو ته تسليم شوې چې محافظتي دېوالونه، استنادي دېوالونه، تشنابونه، د اوبو د برېښنا كوچني بندونه، د پليو لارو پخول، پر سړكونو جغل اندازي، د كانالونو وداني او د اوبو رسولو د شبكو جوړول په كې شامل دي.
سرچينه وايي، له دغو ۵۵ ميليوني پروژو څخه په ۵۰۱۵ كورنۍ ګټه پورته كوي.


