د یو ملیون کاري فرصتونو رامنځته کول، د خلکو په دسترخوانونو کې مثبت بدلون، د امنیت ټینګښت، د کرنې مدرنیزه کول او د کانونو استخراج د نورو ډېرو ژمنو ترڅنګ له هغو ژمنو وې چې جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو او د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وروسته له خلکو سره وکړې. خلکو په دغو ژمنو پورې خپلې ټولې هیلې وتړلې او په دې خوښ وو که خدای کول د دغه حکومت په وجود کې به یې د ژوند څرخ وګرځي او د هوسا ژوند خاوندان به شي. د یو ملیون کاري فرصتونو رامنځته کول، د خلکو په دسترخوانونو کې مثبت بدلون، د امنیت ټینګښت، د کرنې مدرنیزه کول او د کانونو استخراج د نورو ډېرو ژمنو ترڅنګ له هغو ژمنو وې چې جمهور رئیس اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمپاینونو او د ملي وحدت حکومت تر جوړېدو وروسته له خلکو سره وکړې. خلکو په دغو ژمنو پورې خپلې ټولې هیلې وتړلې او په دې خوښ وو که خدای کول د دغه حکومت په وجود کې به یې د ژوند څرخ وګرځي او د هوسا ژوند خاوندان به شي. خو لږه موده پس د خلکو دا هیلې په ناهیلیو بدلې شوې او د خوښیو ځای بدبینیو ونیو او د ملي وحدت حکومت د ژمنو ګراف تت غوندې شو او خلک تر پخوا زیات تر فشارونو لاندې راغلل. که چېرې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې بېلابېلو ترسره شویو نظر پوښتنو ته کتنه وکړو، څرګندیږي چې خلکو د ملي حکومت په نسبت خپلې هیلې له لاسه ورکړې دي. ناامني، بې روزګاري او لوږه د هغو عمده عواملو په ډله کې راځي چې د خلکو د ناخوښۍ اسباب یې برابر کړي. که څه هم حکومت د کارموندنې په برخه کې ځینې موقتي او دایمي پروژې ترلاس لاندې لري.
د احصائیې مرکزي ادارې په افغانستان کې د بې روزګارۍ کچه په سلو کې ۲۵ اعلان کړې، خو د کارګرانو ټولنې اعلامیه ښيي چې د کار په شرایطو د برابرو ۱۲ ملیونه افغانانو له ډلې ۴.۵ ملیونه یې بې روزګاره دي. ځینې نورې سرچینې بیا وايي چې په اټکلي توګه د افغانستان ۳۵ په سلو کې وګړي بې روزګاره دي. د خوړو نړیوال سازمان او نړیوال بانک بیا ویلي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې نږدې نیمايي یعنې ۵۰ فیصده افغانان د فقر تر کرښې لاندې وو.
نو په داسې یوه هېواد کې چې د بې روزګارۍ کچه یې په سلو کې ۳۵ او د فقر تر کرښې لاندې د وګړو شمېر یې په سلو کې ۵۰ وي او حکومتي مشران هم په خپلو سیاسي امتیاز اخستنو بوخت وي، ناامني د زیاتېدو په حال کې وي، پانګونه د راکمېدو په حال کې وي او مهاجرتونو شدت موندلی وي، ایا ممکنه ده چې خلک یې له چارواکو راضي وي؟ منتقدین وايي، په هره اندازه چې د حکومت له لوري خلکو ته د رفاهي خدمتونو د وړاندې کولو کچه ټیټه وي، په هماغه اندازه له حکومت څخه د خلکو د ناخوښۍ کچه پورته خیژي او حکومت خپل اعتبار او باور بایلي. د غزني ولایت یو اوسېدونکی قدرت الله وايي: (( چارواکي په خپل فکر کې دي، څوک د ملت په غم کې نه دي، نه پوهېږم دوی په چا حکومت کوي.))
دا پورتني ټکي مو ځکه راواخستل چې تېره اوونۍ د ډموکراسۍ انټرنشنل بنسټ له حکومت څخه د خلکو په تېره بیا د ځوانانو د ناخوښۍ په اړه یوه نوې نظر پوښتنه خپره کړه. دا نظر پوښتنه ښيي چې د ځونانو تر ټولو ستره ستونزه بې روزګاري او بې وزلي ده او له همدې کبله پر ملي وحدت حکومت بې باوري زیاته شوې او خلک د جمهور رئیس او اجرائیه مشر له اقداماتو ناخوښه دي. دا نظر پوښتنه د روان کال د غويي له ١٣مې د زمري تر ٢٤ پورې بشپړه شوې ده. د دغې نظر پوښتنې په ترڅ کې په بېلابېلو کټګوريو کې له ١٨ تر ٣٥ کلونو پورې، د هېواد په ٣٤ ولايتونو کې له شاوخوا ٤ زره ځوانانو او دغه راز په ١٢ ولايتونو کې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو له شاوخوا زرو محصلينو سره مرکې شوې دي. دا نظر پوښتنه ښيي چې ځوانان د خپل اقتصادي وضعيت په اړه له سياسي وضعيت سره په پرتله ډېر اندېښمن دي، ٨٢ په سلو کې ځوانان کم سوادي او بې سوادي او ٧٢ په سلو کې محصلين بې روزګاري او بې وزلي تر ټولو سترې ستونزې بولي. دغه راز د ډموکراسي انټرنشنل بنسټ د نظر پوښتنې پر بنسټ، د ځوانانو په منځ کې د ملي يووالي حکومت په اړه د باور بحران هم شته دى، ځوانان د ملي شورا په اړه ٣٨ په سلو کې باور، د ملي يووالي حکومت په اړه ٣٩ په سلو کې، د جمهور رئیس په اړه ٤٣ په سلو کې او د اجرائيه مشر په اړه ٤٤ په سلو کې بې باوره دي. د نظر پوښتنې له مخې ٩٠ په سلو کې ځوانان باور لري چې سياستوال تر ډېره د خپلو شخصي او قومي ګټو له پاره کار کوي، يوازې د خلکو له رايو سره لېوالتيا لري او کله چې وټاکل شي، ډېر ژر خپلې اړيکې له ځوانانو سره پرې کوي.
لنډه دا چې، که حکومت د دغسې نظر پوښتنو لاسته راوړنو ته تم نشي او د چارو د ښه والي له پاره هڅې ونه کړي، فقر، بې روزګاري او د ځوانانو مهاجرتونه به لا نور هم زیات شي او پر حکومت د بې باورۍ کچه خپل اوج ورسېږي. پر دې سربیره دا وېره هم شته چې یو شمېر بې روزګاره ځوانان د حکومت د وسله والو ډلو او مخالفانو له لوري هم جذب کړای شي.


