د هیواد د نورو سیمو په څېر خوست کې هم زیاتره کورنۍ خلې يوه اندازه لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواګانو، وزو او میږو څخه پوره كوي، خو د خوست هغه اوسیدونکي چې د شیدو د تولید په موخه په کورونو کې غواګانې ساتي شکایت لري چې د دوی د غواګانو د شیدو تولید کم دی.
دوی وايي، له دوى بله لاره وركه ده او د كورنيو څارويو د پالنې لپاره یې هم د وس مطابق بوس، واښه، شوتلې، پروړې، کونجاړه، د جوارو واښه او یو شمېر نور خوراکي توکي برابروي خو بیا یې هم د هرې کورنۍ لپاره د څو غواګانو شیدې بسنه نه کوي.
د هیواد د نورو سیمو په څېر خوست کې هم زیاتره کورنۍ خلې يوه اندازه لومړنۍ اقتصادي اړتیاوې د کورنیو حیواناتو په ځانګړي ډول له غواګانو، وزو او میږو څخه پوره كوي، خو د خوست هغه اوسیدونکي چې د شیدو د تولید په موخه په کورونو کې غواګانې ساتي شکایت لري چې د دوی د غواګانو د شیدو تولید کم دی.
دوی وايي، له دوى بله لاره وركه ده او د كورنيو څارويو د پالنې لپاره یې هم د وس مطابق بوس، واښه، شوتلې، پروړې، کونجاړه، د جوارو واښه او یو شمېر نور خوراکي توکي برابروي خو بیا یې هم د هرې کورنۍ لپاره د څو غواګانو شیدې بسنه نه کوي.
د خوست ښار په جنوب ختیځه څنډه کې د څارویو د خرڅلاو په موخه یوه ستره منډوي ځانګړې شوې ده.
همدې منډوي ته په ورتګ له دوو کسانو سره مخامخ شوم، چې د شیدو ورکولو لپاره یې غوا اخیسته.
یوه یې خپل نوم ګل رحيم ياد كړ، هغه کلید ته وویل، چې په کور کې څو غواګانې ساتي او د کورنۍ د غړو شمېر یې اته دی خو شته غواګانې یې د شیدو اړتيا نه شي پوره کولای، ځكه نو اوس پلان لري، چې یوه بله غوا هم د شیدو لپاره راونیسي: (( دوې غواګانې یوازې د دې لپاره کور کې ساتم، چې شیدې راکړي، د کورنۍ لپاره مو یو څه اقتصادي سپما وشي او په ښار کې د سبزیجاتو له رانیولو خلاص شو، خو هغوی ته د وس مطابق د خوراک او څښاک اسنتیاوې هم برابروو، خو د شیدو له تولید نه یې خوشاله نه یوو، اوس په دې هڅه کې یوو، چې یوه بله غوا هم واخلو.))
د خوست ښار بل اوسیدونکی میرویس خان وایي، چې یوه غوا یې د شیدو لپاره اخیستې وه، خو وروسته یې د شیدو د محصولاتو د ورکولو خونده نه وه او مجبورا يې په نیم قیمت خرڅه کړه: ((په یو لک او څلور زره پاکستانیو کلدارو مو واخیسته شیدې یې نه کولې بس ۴۹ زره کلدارې مې خرڅه کړه.))
خو په همدې د مال منډوي کې د غواګانو د خرڅولو یو سوداګر سلیم خان بیا وایي، که څوک د غواګانو د خوراک څښاک او ساتنې لپاره پام وکړي، نو د غوا د شیدو تولید به یې زیات شې.
ده په ټوله کې په خوست کې د غواګانو د خوراک، څښاک او د پاک چاپیریال پر غیرمنظم سیستم نیوکه وکړه: ((که چېرې غواګانو ته په وخت اوبه ورکړل شې، د دوی لپاره هغه ځای چې په کې ساتل کیږي پاک سم وساتل شي، تازه هوا او لمر په کې وچلیږي نو ان شاء الله د غواګانو د شیدو له محصولاتو به څوک شکایت ونه کړي.))
دا مهال خوست ته د شیدو په موخه له مختلفو سیمو او ان له پاکستان څخه هم د غواګانو نسلونه راځي.
د خوست ښار د څارویو د خرڅلاو په منډوي کې یو تن سوداګر وایي، له پاکستان څخه راتلونکې غواګانې د دې ولایت له اب هوا سره تطابق نه کوي او دې ولایت ته له هلمند څخه راتلونکي غواګانې د شیدو ښه محصولات ورکوي: ((وړاندې موږ له پاکستان نه د غواګانو سوداګري کوله، خو هغه مالداري، د سیمې له هوا سره مطابقت نه ښیي، ځکه هغه سیمه ګرمه ده او دا سړه. نو حتمي ده چې یا به شیدې نه ورکوي او یا به مړې کیږي خو اوس هم زیاتره سوداګر د ننګرهار له لارې له پاکستانه غواګانې راولې، چې دلته ښه پایله نه لري.))
د څارویو د برخې روغتیا پالان هم په خوست کې د غواګانو د کمو شیدو ورکولو په اړه اندیښنه لري.
د خوست د شیخ زاید پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي رئیس پوهنیار اجمل خوستی وایي، چې لومړي بايد د شیدو د تولید زیاتولو لپاره منل شوي نسلونه وټاکل شي او له هغې وروسته په ټولو مالدارانو دا لازمه ده، چې د شیدو په موخه ساتليو څارویو ته باید معیاري غذایې ریژیم او پاک چاپیریال برابر کړي: ((خلک باید لومړى د غواګانو د نسل ټاکنې ته پام وکړي، د بیلګې په ډول موږ د جرسي او سټرینز فریز نسلونه لرو، چې ښه حیواني محصولات ورکوي او پر دې سربیره باید موږ د خپلو څارویو سمه ساتنه او پالنه وکړو، چې په دې سره کولای شو له حیواني محصولاتو څخه ښه ګټه واخلو.))
پوهنیار اجمل خوستی د کرنې او مالدارۍ له اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د مالدارۍ د ساتنې لپاره باید په عامه پوهاوي ډېر کار وکړي او د کورنیو څارویو ساتونکو ته د څارویو د ساتنې او پالنې په موخه مسلکي لارې چارې وښودل شي چې په دې سره به د کورنیو څارویو محصولات زیات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


